لويه څارنوالي ښايي نن د ولسي جرګې بياځلي ټاکنې وغواړي.

 اټکل کېږي چې نن لويه څارنوالي د هېواد وروستۍ شوې پارلماني ټاکنې او پايلې يې يوځل بيا د درغليو له امله لغوه اعلان او د بياځلي ټاکنو غوښتنه وکړي.
د دې ادارې يوه چارواکي رسنيو ته ويلي چې دا کار په دې دليل هم کېږي چې په ډېرو سيمو کې د ټاکنو زمېنه نه وه مساعده شوې.
وروستۍ پارلماني ټاکنې چې د سنبلې پر اوه وېشتمه وشوې او د وروستيو پايلو له اعلانه يې دوه اونۍ کېږي،پرضد يې بېلا،بېلو ولايتونو کې لاريونونه هم شوي.
د ټاکنيزو شکايتونو د اوريدو کمېسون مشر سيدمراد شريفي بيا د دې ټاکنو او پايلو اعلان يې د لوى څارنوالۍ نه بلکې د ټاکنيزو دوو کمېسونونوصلاحيت ګڼي او بياځلي ټاکنې ناشونى بولي.