جوزجان:له ٤ پوليسو سرونه غوڅ کړاى شوي.

 په جوزجان کې چارواکي وايي د هغو څلورو پوليسو پرې شوي سرونه او جسدونه يې موندلي چې د دوى په وينا په يوه سيمه کې د تښتول شوو څو ماين پاکانو د لټې پروخت يې د حکومت وسله والو مخالفينو وژلي.
خبريالان وايي د پوليسو مړي تېرماښام مرکز شبرغان ته لېږدول شوي چې پرسرونو سربېره يې د وجود نور څه غړي هم غوڅ شوي.
د دولت وسله والو مخالفينو لا د دې وژنو د مسوليت منلو په اړه څه نه دي ويلي.