ايران ته د امريکاتازه ګواښنه...

 په اټومي برخه کې د امريکايي ولسمشر سلاکار ايران سره د پينځه جمع يو هېوادونو د نېږدې کېدونکو خبرو په درشل کې خبردارى ورکړى چې که دغه هېواد له اټومي هڅو لاس په سر نه شي،نو امريکا او ملګرو د نورو بنديزونو په تمه دې وي.
گري سيمور په يوه تازه وينا کې د ايران دا ادعا هم په کلکه دروغه ګڼلې چې ګوندې اټومي هڅې يې سوله ييزې دي.
د اوباما د سلاکار دا خبره د هغو اټکلونوخلاف څه ګڼل کېږي چې په وين کې د ايران او نړيوالو هېوادونو پلان شوو خبرود برياليتوب په اړه شوې وې.