د سويلي سوډان شپږ کلنې کورنۍ جګړې ته ځغلنده کتنه 

د افغانستان په څېر سويلي سوډان هم د کورنۍ جګړې په منګلو کې وو. سويلي سوډان کې کورنۍ جګړه د ۲۰۱۳ به وروستیو کې پېښه شوه. هغه وخت چې د سويلي سوډان ولسمشر سالوا کییر مایاردیت خپل پخوانی مرستيال   ریک ماکار په کودتا تورن کړ. دغه کړو - وړو سوډان د کورنۍ جګړې پر لور کش کړ. مرستيال ولسمشر  ریک ماکار د ولسمشر سالوا کییر مایاردیت پر وړاندې جګړې ته را ودانګل. 
 


ریک ماکار د سويلي سوډان ملي پوځ اپوزېسيون په نوم ډله جګړه کړه او دغه هېواد کې له همغه ۲۰۱۳ کال کورنۍ جګړه شروع او تر همدې اوونۍ  روانه وه. ملګرو ملتونو د سوډان جګړه کې ځان دننه کړ او په لومړي ځل يې د ۲۰۱۴ په جنوري کې د ښکېلو غاړو ترمنځ اوربند وکړ. 

د افريقا ټولنې، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو، چين، انګلستان او د امريکا متحدو ايالتو هڅې پيل کړې چې د سويلي سوډان خونړۍ کورنۍ جګړې ته يو حل پيدا کړي. له ۲۰۱۳ کال راپه دېخوا سويلي سوډان کې موازي دوه حکومتونه رامنځ ته شوي دي او همدغه ډلې سره ښکر په ښکر هم دي. 
 


د پورته يادو منځګړو ډلو د هڅو په پايله کې نېږدې درې ورځې وړاندې د سويلي سوډان کورنۍ جګړه چې شپږ کاله، دوه مياشتې، يوه اوونۍ او يوه ورځ يې دوام کړی وو پای ته ورسېده او د سويلي سوډان په تاريخ کې د خونړۍ کورنۍ جګړې په نوم ثبت شوه. د سويلي سوډان د شپږ کلنې جګړې وروسته د فيبروۍ په ۲۲مه ڼېټه ښېکلو غاړو سره سوله وکړه او د ملي يووالي په نوم  يې يو ټول - ګډونه حکومت سره جوړ کړ. 
 


د سويلي  سوډان جګړه په دې خونړۍ وه چې په تېرو شپږو کالونو کې يې څلور سوه زره کسان چې ولسي وګړي او د ښکېلو غاړو جنګيالي وو ووژل؛ په سلګونه زره يې ټپيان کړل، څلور مېلېونه سوډاني وګړي يې کډوالۍ ته اړ کړل چې دوه مېلېونه ګاونډي هېوادنو او تر دوه مېلې،نه په کور دننه بې ځايه شول او په همډا ډول يې په دغه هېواد کې قومي او نژادي توپيرونه د دښمنۍ ډک او ژور کړل. 
 


جګړې دغه هېواد په کرنيز او اقتصادي ډو سخت وځپلو. تېرو شپږ کالونو کې لوږې او وچکالۍ د سويلي سوډان شپږ مېلېونه وګړي بد اغېزمن کړل. د سويلي سوډان کورنۍ جګړې پر مهال د ماشومانو او ښځو په ګډون په زرګونه کسان د نژادي او قومی توپيرونو پر اساس په عام ډول هم ووژل.