د چا پلار به يې را باندې ومني

 څرنګه چې د ټاکنو له پلوه د حق غلبه نن  رښتيا ده، دغه ډول د حق ظهورحق دی منم چې د افغانستان واکداران خو د ملت د ټاکنو حق د خپلې موخې او ګټې لپاره په بډه وهل غواړي، ولې په وړاندې بيا هم حق حق دی او ضرور به په باطل، ظلم او ناروا نوماندانو حق غلبه کوي او دوی به تور مخ په خپلو کورو کې د ننني بدمرغه سياست له وجې چې په لاره يې اچولې يو وايي زه جمهور رئيس يم او بل وايي نه زه يم، بلکې دواړه به که دا حالت روان وي په کور کيني.
 
له بلې خوا بيا بهرنۍ نړۍ البته د افغانستان مخالف ځواکونه غواړي افغان ملت او د افغانستان ولس د افغانولۍ په خلاف په خپلو منځو کې سره وجنګوي کوم بهرنی ځواک چې د دوی خوښ وي هغه شيخ الاسلام جوړکړي او چې څوک يې بدي ايسي له هغه سره اړيکې او روابط کفر ثابت کړي، ولې پښتون او تاجک دواړه نن ويده دي، بيدار نه دي، ښه او بد نه پېژني، دوست او دښمن بېلولی نه شي، پروپاګند او د  ښې لارې  په تبلغ کې توپير نه شي کولی، د څوکۍ تږي دي، د افغان حکومت مخالفين د اسلام په جامه او رنګ کې ور پسې هر ډول معاملې جوړوي، دسيسې يې د چړې د زخم په څېر دي او دا تبليغات په ننني افغان حکومت پسې د اسلا په پرده کې کوي داسې کېږي، لکه چاړه چې د سرو زرو وي، ولې افغان ملت نور دې ته تيار نه دی چې دا د سرو زرو چاړه دې د همدې مشرانو له لاسه په ځيګر ومنډي په کارده چې د افغانستان د سياسيونو ناروا کړنې، ځانمرګي بريدونه او بې ځايه خبرې بالکل وانه وري او په ډېر همت او مردانګۍ او د حقيقت د پيروۍ په تکل يې د يو خپلواک سياست تعقيب پيل وکړي او خپل هدف او مطلب دې نړۍ ته و ښيي او سره له دې چې د افغانستان واکدار د بهرنيو ملکونو د ولسونو او حکومتونو د فکر او خيال تاريکولو لپاره ډېرې منډې ترړې و وهلې خو دا څلوېښت کاله موږ وينو چې د تمامې نړۍ اخبارونو او د لويو طاقتونو حکومتونو په دې موضوع غور او دقت پيل کړ او بالاخره د چاه د همدردۍ او چاه د تشويش له برکته د افغانستان موضوع يو نړيوال او جګړه اييز شکل غوره کړ او اوس ترې هېڅ څوک انکار نه شي کولای چې دې جګړې په سوونه هېوادوال په دې خاوره کې د مرګ کندې ته واچول.
 
د نننۍ نړۍ هېوادو ته په کارده چې د افغانستان د سولي غوښتونکي سياست او د افغان ملت په خلاف د بلاکونو له جوړېدو سره د علاقې نه لرلو سياست او د خپلو ګاونډيانو او د دنيا د نورو ملتونو سره د دوستانه اړيکو د ټينګولو لپاره کوښښ کولو ته د ډېر قدر په سترګه وکتل شي ترڅو د دې کار په نتيجه کې هغه څه لاس ته راوړو چې زموږ د خاورې او ملت لپاره په ګټه وي.
 
موږ د افغانستان د اوسنۍ سياسي مسئلي د حل او فصل په اړه له سياست سره همدردانه احساسات لرو چې دغه هېواد دې خپلواک شي، امنيت دې راشي، هېوادوالو ته دې کار پيدا شي، د جګړې لمن دې د نوي رئيس جمهور د کار په پېلېدو سره ټوله شي او په دې ټاکنو کې به نوره لاسوهنه يوه بې ځايه مداخله او د ملت په سترګو کې خاورې شيندل وي چې دا دواړه ډاکټران يې کوي، افغانان په جدي توګه له دولت څخه هيله کوي چې  دغه بېکاره څېرې او سياستوال له صحنې څخه لرې کړي ترڅو نور ملت د دوي له لاسه د سريخو په ډنډ کې ګير پاتې نه شي ځکه دوي تېره دوره هم په ډېر غويمنډ سره تېره کړه خپل وخت يې هم ضايع کړ او ملت يې هم له چړه تېر کړ نور دې له ړانده خره څخه دا دواړه رئيس جمهوران راښکته شي هغه څه دې وکړي چې د ملت په کې خير وي.
 
موږ مخکې وويل څرنګه چې د حق غلبه حق ده دغه شان د حق ظهور حق دی، د نړۍ ارادي دوست، د خپلواکۍ پېژندونکي او خپلواکۍ خوښوونکي وار په وار دې حقيقت ته متوجه کېږي او هر څوک به په افغانستان کې د دې حق او حقيقت د پټولو لپاره به په مختلفو لارو کوښښ وکړي او د خلکو په  سترګو يې د دروغو د جال د خورولو هڅې پيل کړي خو بيا هم نړۍ ته حق د خپل مخ څرګندولو په منزل کې ګړندی ده او موږ وينو چې يوې خوا ته که د افغانستان د مسئلې له اصلي رنګ نه پرده پورته کېږي، نو بل پلو په عام ډول د هېواد د استعمار پرستۍ او غير ملکي ځواکونو سره د جوړ جاړي رنګ او بڼه هم ښکاره کېږي او د هغه د ارادو او نقشو نه په تمامه معنی ټوله نړۍخبره ده چې په افغانستان کې موجوده سياستوال نه غواړي يوه پياوړې اداره دې د دې ملت لپاره رامنځ ته شي ځکه په دې کار سره د دوي خپلې شخصي ګټې له خطر سره مخ کېږي.
 
د افغانستان د سږنيو ټولټاکنو د لمر په خاتمه کې له خپل ملت نه غواړم چې درنو لوستونکو ته دا ياداښت د يوې ښې خاطرې په توګه پرېږدم چې ملت دې نوماندانو ته رايه ورکړه او اوس يې دوی په رايو ملنډې وهي دوي دې د خپلو کمپاينونو هغه ثبت شوې سي ډي ګانې وګوري چې دوی څومره چيغې په يوې رايې پسې وهلې دي خو اصلاً دا سياستوال نه دي، دا په قلم سياست نه شي کولی، دوی غواړي د ټوپک په شپېلۍ سياست وکړي، دا ظالمان دي، دا داړه ماران دي، دا د افغان ملت د پاکو رايو غله دي، دا بايد سنګسار او د عدالت مېز ته راکش شي ترڅو په راتلونکي کې  نور نوماندان ورڅخه عبرت واخلي.
 
 په لنډه توګه دومره ويلی شم چې د ښو اړيکو، غوره ټاکنو د ښه توب او خوږوالي مسئله د افغانانو يو ارمان او هيله ده چې د افغانستان د ملت او حکومت دواړو په زړونو کې تل را پيدا شي او په دې خاوره کې جګړه ورسره يو سوله اييز رنګ واخلي چې د دې کار په کولو به هم سياسي پرمختګ وشي او هم به هېواد له اقتصادي، فرهنګي او جګړه اييز حالت څخه  را ووځي.
 
د افغانستان ملت وخت په وخت د همدې ضرورت په اساس له مشرانو او دغه راز د نړۍ له نيکو مقاماتو ته سره د اړيکو د ښه والي په اړه تياری ښودلی او د هر هغه چا يې ښه استقبال کړی چې د دې نيکې آرزو د سرته رسولو په لاره کې يې له دوی سره مرستې کړي او غوښتنه يې ورته له نورو هېوادونو کړې او په دې ډول يې دا ثابته کړې چې د افغانستان د ملت او حکومت په زړه کې چارواکو ته هېڅ خيری اوګوندي ګټه نه شته که د حلق د تريخوالي او ګيلې په وجه نن سبا د افغانستان او بهرنيانو ترمنځه فضاء هر څومره خړه ښکاري نود هغه وجه تش زموږ د افغانانو وروڼو د حقوقو په اړه زموږ له اندېښنې نه پيدا شوې يوه د وينو ډکه مسئله ده.
 
په حقيقت کې له افغان ملت سره د افغانستان د سياسي اشخاصو د اړيکو په اړه د استفهاميې او سواليې بنياد د افغانستان له ملت سره د سياستوالو غوره روابطو په کيفيت ولاړ دی او تراوسه پورې دا حقيقت بيا او بيا هم نړۍ او هم د پاکستان حکومت ته ابلاغ شوی دی چې د افغانستان د ځان لپاره له پاکستان نه هېڅ ډول مطالبه اوغوښتنه نه کوي، بلکې د افغانستان آرزو دا ده چې د پاکستان حکومت دې رالېږل شوي جنګيالي مهار کړي او د ولس اواز دې  په سړه سينه او حوصله مندۍ سره له دې وروسته واوري او له هغوی سره دې په يوه معقوله لاره، داسې لاره لاړشي چې د افغانستان ملت اود هغه ملت ملي مشران پرې خوښ او قانع شي.
 
په هېواد کې د نوي حکومت د راتلو په دوران کې چې د لوړې له مراسمو نه به وروسته عملي بڼه خپلوي د رئيس جمهور له خوا بايد له ملت سره يوه ګډه او شريکه اعلاميه د هېواد د پرمختګ او امنيتي ستونزو د هواري په موخه اعلان شي چې ((د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سياسي اختلافونو د لرې کولو لپاره به په مفاهمه او د امن په لار د دواړو ملکونو صالحه مقامات خپل کوښښ ته دوام ورکوي)) او په حقيقت کې دا خبره زموږ د افغانستان د ملت او حکومت د زړه د ارمان پوره کېدو يو ښه زيری دی، ځکه د مفاهمې او مذاکرې په واسطه د هر مشکل حل کول اسانېږي او هېڅ داسې اختلاف نه شي پيدا کېدای چې ګنې هغه دې د ښه او روغ نيت لرلو باوجود هم هوار نه شي.
 
هيله ده چې د افغانستان راتلونکي ښاغلي رئيس جمهور ته به د افغان ملت او حکومت آرزوګانې په سم ډول څرګندې شوې وي افغان ملت د هېواد د روغوالي، بقا او ترقۍ سره مينه لري او د دې مينې احساس دې د افغانستان د نننۍ  مسئلې حل ته د امن په لاره زور ورکړي او د افغانستان د پرابلم منصفانه حل داسې حل چې د افغان ملت او ملي مشران پرې مطمئن او قانع شي د افغانستان د مسالميت او بقا لپاره ضروري او مرستيال ګڼل کېږي.
 
زه په دې ځای کې خپل بحث ختمول غواړم او د پښتونستان د لوی مشر فخرافغان د دې الفاظو په تکرار له خپلو لوستونکو سره خدای (ج) پاماني کوم چې وايي:
په موږ د هند د مغولو په شان لوی ځواک په زوره حکومت ونه شو کړای.
 
موږ د پيرنګي د توپ او ټانګ نه ونه وېرېدو نو بل به لا څوک وي چې موږ په زور لاندې کړي؟ که څوک خپه کېږي که خوشحاله کېږي، که و غواړي که ونه غواړي، خو موږ ځوانان به افغانستان له دې وروسته جوړوو، ژوندی دې وي افغانستان او مړه دې وي ټول هغه ړانده سياستوال چې نه په دې هېواد کې سوله  غواړي او د نورو په لمسون په ړانده خره د خپلو موخو لپاره سپاره شوي دي.