ویاړلي زړونه

ویاړلي زړونه
د ویاړلي زړونو خاوندان چې تر ټولو نیکمرغه خلک ګڼل دي، کم موندل کیږي.د دې خلکو ذهنیت له نورو توپير لري،او د یو ستر انسان په توګه دوی له ځانه پر نورو ډېر خواخوږي وي.
د دوی تر ټولو لوی خاصیت دا دی، چې د خپل غم کمېدو لپاره نورو ته غم نه ورکوي،ځکه دوی پخوانی غم په خپل ځان تېر کړی ،د دوی زړونه له غمه ټوک ټوک شوي دوی تر خپل توانه کوښښ کوي د نورو د خندا سبب شي سره له دې چې دا زړونه له درده کرکه لري خو د ژوند له ستونزو نوره وېره نه لري، او تل د نورو خوښیو لپاره له ځانه تېریږي.
ویاړلو زړونو چې کومې اوښکې په یوازې توګه توی کړی د نورو اوښکو نشي لیدلی،دوی یوازې او یوازې د نورو خوښ ساتلو لپاره اوسي دوی د نورو په خوښیو، خوښي کوي او د نورو په درد کې لیدلو باندې له زړه نه مړه کیږي، په داسې حال کې چې که سترګې په سترګو شې ورسره رڼې رڼې به درته وګوري،او دا فکر به وکړې چې ګوندې دوی به د غم مزه تر اوسه نه وي لیدلې او سترګې به یې په اوښکو نه وي لمدې شوي ځکه د خولې خندا په سینه کې د مړو ارمانونو پرته سړه ایره پټه ساتي.
نن سبا انسانان یوازې د نورو زورولو کوښښ کې دي که د خپلو خوښیو لپاره وي که نه وی، او یا هم که یې هېڅ کومه ګټه نه وي پکې هم خو د نورو په درد کې لیدلو نه په خوشحالۍ کې ډېر خوند اخلي.او که له بله پلوه ویاړلي زړونه وګورو نو د دوی برعکس عمل کوي.
د ژوند له ستونزمنو وختونو وتل هم د هر چا هنر نه ده زده، ځيني خو له منځّه ځي، او د ژوند سړو تودو تېرولو توان پکې نه وي ،خو ویاړلي زړونه که څّه هم په څو څو ځله ماتو سره مخامخ شوي دي خو دوی دا زدکړي چې څنګه بې پروا  واوسي  او خپل دردونه په زړه کې پټ کړي او پرهرونه په پسه ستن وګنډي.
دوی په ریښیا سره چې نیکمرغه خلک دي که څه هم ګوندې ژوند کې یې ډېرې لږې ښې شېبې تېرې کړي وي او ګوته په شمار ښې شپې او ورځې سبا کړي وي،دوی د ځان لپاره دې ښه او اسوده ژوند دعا نه ده کړې، خو لاسونه یې تل د نورو لپاره په دعا جږ وي او د نورو سره د مرستې لپاره تر ټولو لومړی فرښته ګرځي .
زړونه  وګټئ، چې د نړۍ شتمن خلک واوسئ.
لیکواله : مریم صدیقي