ټــــــــال وزنګولـــــــم!

ټال د نېستۍ او هستۍ ناول دی.
ټال پۀ دوو نړیو خبرې کوي، یو د نېکمرغیو، رنګینیو، خوندونو او هوسونو نړۍ ده خو لۀ مینې او همدردۍ خالي ده.
 
بله د دردونو، لوږو، سختیو او غربت دنیا ده خو د مینې او مهرباني پۀ ډیوو روښانه ده.
 
د ناول ستورې د یوې غربت ځپلې کورنۍ څخه ده.  دا نجلۍ د کلیوالي ژوند پۀ رنګونو، دودنو او خویونو کې راستره شوې.
 
د ژوند دیارلس یا څوارلس کاله یې د کلي د شنو پټیو، روانو اوبو او خړو پړو کورنو کې تېر کړی.
 
د ښار لۀ ژونده او فرهنګه ناخبره ساده خو پۀ اخلاص او مینې پۀ څراغونو روښانه ده.
 
ټال د نصیر احمد احمدي دیارلسم لیکلی ناول دی. ټال لومړی ځل ۱۳۹۸ ل کې ۱۴۰ مخونو کې دوه زره ټوکه ننګرهار مومند خپرندویه ټولنې چاپ کړ.
 
ټال د نور د لاسنیوي او مجبورو سره د مرستې ناول دی. ټال د خوښۍ رمز درښيي.
 
ټال کورنۍ ژوند درښيي. ټال ټولنیز اخلاق درښي.
 
ټال فرهنګونه مقایسه کوي. ټال د فرهنګ ارزښت در ښيي. ټال ګرانښت درښي. ټال مینه درښي.
 
 بس! ټال ژوند درښي.
دا ناول مې پۀ دې خوښ شو، چې د نور لیکوالانو د ناولونو پۀ څېر یئ پۀ بې ځایه تورو نه ده ډک کړی.
 
نه یې هم ناول یوازې پۀ ناروا اړیکو بدرنګ کړی.
 
ډېری ناولونه پۀ مجازي مینه ولاړ وي. د بواي پرېنډ او ګرل پرېنډ کیسو سره ډک کړي وي.
 
ناول دداسې ناولو شیانو لیکلو ته نه دې رامنځته شوی.
 
د قلم خاوندانو نه مې دا هیله! ده، چې پۀ یوه داسې سوژه ناول ولیکي، چې د اسلام او ولس پۀ خیر وي.
 
نه داسې چې زمونږ ارزښتونه وننګوي.
 
درنو لوستونکو!
راځئ. ټال کې وزنګېږئ.
 
ټال داسې کیسه کوي:
دا نجلۍ ارزو نومېږي.  پلار ېې د وخت وېرونکو انسان دښمنه بلاګانو خوړلی. (شهید شوی)
 
د پلار لۀ مړینې ورسته ارزو د خپلې مور، کوچني ورور او مشرې خور سره د ژوند سړې او تودې تېروي. د مور پۀ بیه جامو ګنډلو یې لاسونه لۀ خېر راټولولو تړلي.
 
د غوا شېدې، مستې او ګرمې توروې(شړومبې) یې د دسترخوان ښکلا وي.
 
ورځ پۀ ورځ پرې ژوند سختېده غربت خپلې  وزرې پرې خورولې. نوره ګوزاره نه کېده.
 
مور یې مجبوره شوه ارزو  کابل ښار کې د بصیر دغو کور کې مزدوره کړه.
 
 بصیر پوخ، سور او سپین ځوان ؤ. بصیر پۀ یوه بهرنۍ موسسه کې لوی سړی ؤ. د کورني ټول غړي یې پۀ امریکا کې ژوند کاوه.
 
د بصیر مور(مېرمن رقیې) مرګ ته ورځې شمارلې. لۀ پښو غورځېدلې وه.  خوراک درمل یې لۀ لاسه پۀ کاچوغه ورکول.
 
د زړښت او ناتواني لۀ وجي به کله کله  ځای لمدوو، تر کموده نشوه تلای. پمپر بدلول یې ځان مینځل یې، درمل ورکول، ناسته او ولاړه یې ارزو ته ور لۀ غاړې شول.
 
(...ارزو پر بالښت سر کېښود، هېڅوخت یې دومره پوست او تک سپین بالښت نه ؤ ليدلی.
 
ساعت ورسته لۀ خدمتګارې سره د بوډۍ کوټې ته ورغله.
 
بوډۍ کړکۍ ته نږدې پر ویلچر(معیوبینو څوکۍ) ناسته وه، لاندې یې کتل، پۀ مخ کې یې یوه ګوته هوار ځای نه پېدا کېده. لوڅ سر وه، تک سپین وېښته یې لرل. ارزو پۀ لومړي ځل بې ټیکري زړه ښځه لېدله.
 
خدمتګارې ورو وټوخل، بوډۍ ور وکتل، بېرته یې مخ واړاوه، ورو یې وویل:
نیستي خو نه وه! پۀ دومره خلکو کې یې همدا پيداکړه؟!...)
 
لومړیو کې د ارزو ژوند ډېر تنګ ؤ. میرمن رقیه او خدمتګارې به ورته غوصه کیدې، بده به یې اېسېده. پوچ پاچ به یې ورته ویلې.
 
ارزو به ورخطا وه. اندېښمنه به وه چې لۀ مزدورۍ یې ونه شړي.
 
ارزو به د مزدورۍ نه د شړلو لۀ وېرې به یې میرمن رقیه ښکلوله، مینه به یې ورسره ښوده. ټوله ورځ به یې ورته سپین سر کې سپږې لټولې، پښې به یې ورته چابي کولې. خوراک، دوا او د هغې مینځل او پاکول خو یې هسې هم ورځني مسؤلیتونه ؤ.
 
خو ورسته د کور لۀ چارو او ښاري فرهنګ بلده سره شوه. ددئ مینې، اخلاقو، دیندارۍ او اخلاص د رقیې او بصیر زړونه خپل کړل، او د کورنۍ د یو غړي پۀ څېر به یې پام پرې کاوه.
 
رقیې بوډۍ د نازکې او مینه ناکې ارزو سره ښۀ سات تېر ؤ.
 
د ورځې به یې لمر او کله کله به د مڼو سیوري لاندې ورته نکلونه او د کلي او خپل تېر ژوند پۀ اړه به یې خوږې کیسې ورته کولې.
 
یوه ورځ ارزو او مېرمن رقیه لمر ته د انګړه چمن کې ناستې وې، ارزو ورته د زېرپیراني د سمولو ووې، او د مخامخ درې مزله کور شیشو ته اشاره وکړه.
 
مېرمن رقيې ورته وویل:
چې هغه کور کې یواځې یو سپین ګیری ده، دوه زامن دي هغه هم وظیفې لري.
 
(...ارزو پۀ خبره کې ور ولوېده:
پۀ سپین ږیرو هم باور مه کوه، زمونږ کلي کې یې  نېک نظر اکا ګیر کړ، پۀ کادانه کې یې سوری جوړ کړی ؤ، د کاریز پر خولې راټولو ښځو ته به یې کتل.
 
یو ورځ خدای وشرماوه، د غومبسو ځاله پرې راولوېده، سړی پۀ چیغو لۀ کادانې را ووت، غومبسې نه ترې جلاکېدې، بیا به کلیوالو...)
 
میرمن رقیې د ارزو لۀ کیسو او کړنو خوند اخېست. لۀ پخواني فلجتوب حالته وتلې وه، اوس به مسکی مسکی کېده، خوراک به یې کاوه، پياده به ګرځېده، او لۀ ارزو پرته یې د ژوند ارزو نه لرله.
 
د بصیر کورنۍ ماډرن ژوند کاوه. د غرب لۀ کلتور نه متاثره وه، ځکه ټولو امریکا کې ژوند کړی ؤ.
 
د غربي فرهنګ سره سم یې د سپیانو عزت او قدر کاوه. یو کونګوری(سپی) لۀ امریکا پۀ اتلس سوه ډالر اخیستی ؤ.
 
سپي ته مړی نه ورکوله، ځکه ناروغ کېږي. خوراک یې پاکټ کې بندې وړې خړې دانې وې، چئ یو پاکټ پۀ دولس نیم سوه افغانۍ وې. 
 
یو هفته کې به سپي څټلې.
پرمختللی کورنی ژوند یې درلود، هر څۀ پاک او پۀ مهالوېش ترسره کېدل، حتا د هر وخت مړی ځانته مهال وېش ؤ.
 
شنبه: پالک، چپس، کوفته
یکشنبه: غوښه، کابلي، سوپ او....
 
د یو وخت خوراک یې بل وخت نه خوړ! د وریجو ډک غوري د چرګ سلامت ورنونه او د قورمې ډک بخار به یې کثافت داني ته اچول. ددې پۀ لېدو به ارزو ته د خپل کوچني ورور سپرې شونډۍ وریادېدې. ځورېده به.
 
ارزو به هره ورځ میرمن رقیه او اشپزې ته ویل، چې د خوراک پاتي شوني د کثافت داني پر ځای سوالګرو او کاونډیانو ته ورکړي، خو هغوی به سوالګر غله یادول.
 
خو ورسته یې مېرمن رقیه قانع کړه، چې دا به د خوراک پاتي شوني سوالګرو ته ور وړي.
 
خو ورسته به میرمن رقیې هم پۀ دې ورکړې ټینګار کاوه او زړۀ ته به یې سکون ورکاوه.
 
ارزو، میرمن رقیې، بصیر او خدمتګارو خوشحاله ژوند تېرؤ.
 
یو ورځ مېرمن رقیې لور( نادیه) او درې اولادونه مریم، جاوید او یو کوچنی ماشوم لۀ امریکې راغلل.
 
نادیه د خپلې مور پۀ لیدو خوشحاله شوه، تر ډېره یې ناستې مور ته غېږ ورکړې وه.
 
لمسي ېې پۀ کیسه کې نه ؤ، مریم او جاوید سپي ښکلول او عکسونه به یې ورسره اخېستل.
 
د نادیې او اولاد سره د ارزو ژوند سخت ؤ.
ځکه هغو بېلې بابولالې غږولې، بېل ژوند یې کاوه، پۀ انګرېزي غږېدل، خوی او عادت یې د انګرېزانو ؤ، پۀ موبایل او کمپیوټر به یې ټوله ورځ تېروله.
 
ارزو ته یې د انسانیت نظر نه کاوه. خپل ماشوم ته یې نه پرېښوده، وای لاسونه یې ناپاک دي ماشوم مریض کېږي، خو د سپي لاړې به د ماشوم پۀ مخ پرتې وې، پروا یې نه وه سپی واکسین ؤ.
 
لومړنۍ ورځې نادیه ښې تېرې کړې، خو ورسته به یې د مور او ورور سره د مور پۀ وصیت نامه جنجال ؤ، ځکه دېته یې کم حق ورکړی ؤ. ټولې ورځې پۀ جنګ ورسره تېرې کړې، ان خفه امریکا ته لاړه، بيا یې لۀ امریکا د مور نه بښنه وغوښته ژړل یې او پۀ مور یې بله وصیت نامه ولیکله!
 
ارزو به هر غریب او محبور ته زړۀ خوړ او ډېره به ورته ځورېده، ځکه خپله یې دا نینې چیچلې وې.
 
یوه ورځ مېرمن رقیه سخته مریضه شوه. یو شخصي روغتون کې یې بستر کړه.
 
روغتون کې یوې پېغلې نجلۍ ژړل.
 
ارزو یې د ژړا د علت پوښتنه وکړه، وای مور مې مري. سر کې یې دانه ده. عملیات غواړي. د عملیات یو لک او لس زره اوغانۍ غواړي.
 
خو پلار مې د بل دهقان ده. څۀ چې ورسره وې دې څلورو ورځو کې مصرف شوې. خدایکه یوه روپۍ هم وي.
 
ډاکټرانو تر سبا وخت راکړی، که مو پیسې رانه وړې مریض مو لۀ مرضه مري.
 
(... نجلۍ غلې شوه، ویې ویل:
اول مو دولتي شفاخانې ته وروسته ویې ویل دا د دوی لۀ وسه وتلی کار دی، د همدې شفاخانې ادرس یې راکړ، دلته مو هماغه داکټر ولید چې پۀ دولتي شفاخانه کې یې د مور عملیات لۀ وسه وتلی کار ګاڼه. همدې ډاکټر مې پلار ته وویل چې بې غمه اوسه، ما داسې ډېر عملیاتونه کړي دي.
 
خدای به کوي،
زۀ به کوم، ته یوازې پیسې پیداکه.
ټیکری یې سترګو ته ونیو، ویې ویل:
خویندو او وروڼه به مې څۀ کوي! کوچنۍ خور مې لا د مور تی خوري.
ماسپښن د نجلۍ پلار راغی، ښخې ته یې وویل
 
چې اویا زره یې پۀ منډه یي کې لۀ څو شناخته دوکاندارانو پور کړې. دی پۀ پاتې څلوېشتو زرو پسې بیا لۀ کوټې ووت. خو ماذیګر یې ټنډه تروه وه. ویل یې چې یوه روپۍ هم نه شوه پېدا.
 
ماښام ډاکټر راغی، سړي پۀ خواره خوله ورته وویل چې څلوېښت زره پور ورسره وکړي، ډاکټر نه منله...)
 
ارزو پۀ ډېرو زاریو او منتونو مېرمن رقیه دېته تېاره کړه، چې څلوېښت زره مرسته ورسره وکړي.
 
خو مېرمن رقیې وویل پۀ یو شرط چې دېرش زره به زۀ ورکړم او لس زره به دې ستا تنخا کې ورکړم؟!
 
ارزو لۀ لږ وخت د مور، خور او ورور پۀ اړه لۀ اندېښنې ورسته پۀ سلګو ورسره ومنله!
 
محتاجې ښځې عملیات وشول. روغه شوله. دوی ته یې سرتوره دعاوې کولې.
 
ارزو لۀ خپلې مور لۀ ناروغۍ خبرېږي. لۀ بصیره اجازه اخلي. بصیر ورته د لس زرو پرځای پنځلس زره روپۍ پۀ پاکټ کې ږدي او څو ورځو رخصت ورکوي.
 
مېرمن رقیې د ارزو جدایي نه شوای زغملی یو جومه ورسته یې بېرته ارزو د میرمن رقیې کورته راغله. خو رقیه تر ډېره ترې مروره وه.
خو ورسته یې پۀ ژړغوني غږ ارزو ته وویل:
ښه! بیا مه ځه.
 
ژوند تېرېده!
ارزو به مېرمن رقیې ته د خپلې انا چې دې به (ابۍ) بلله کیسې کولې. مېرمن رقیې به د ارزو لۀ خولې د ابۍ نوم ډېر خوږ لګېده. ارزو به تل ورته ویل چې ته زما انا غوندې ښکارې.
 
مېرمن رقیې ورته وویل، نن نه باد ماته ابۍ وایه!
 
د ژوند څرخونه ګړندي تاوېدل. ارزو او ابۍ مینې او خوښۍ ډېر دوام ونه کړ!
 
ډېر ژر دا د خوښۍ ډیوې مړې شوې.
 
بصیر تر یوې بجې مور ته ناست ؤ. نبض وکوت عادي ؤ. پرېووت. ویده شو.
 
(...ارزو د زړې ښځې پر ټټر سر ایښی ؤ، ژړل یې.
 
بصیر پۀ خوبولي غږ وویل: بیا دې خوب لید؟
 
ارزو ژړل.
 
بثیر وخندل:
بې غمه اوسه اوس خو دې لۀ کاره بلکل نه شړي.
 
نجلۍ پۀ ژړا کې وویل: ابۍ مړه ده!
 
د بصیر ټنډه تروه شوه.
 
نجلۍ وویل: زړه یې نه غورځي.
 
بصیر پۀ بیړه ورغی، د بوډۍ لاس یې پورته کړ، لاس یې سوړ ؤ. د ښځې پر ټټر یې غوږ کېښود، پۀ سینه کې کمزورې دربا هم نه وه.
 
سړي ټلیفون ته ورمنډه کړه، شیبه ورسته د حویلۍ پر دیوالونو د ولاړ امبولانس شنې او سرې رڼاوې لګېدلې...)
 
د ارزو ابۍ مړه شوه. د ارزو د مینې او خوښۍ څراغ مړ شؤ.
(...بصیر وویل:
پوهېږم. ګرانښت پۀ خبرو نه دی، پۀ پام دی تا پر ابۍ تر موږ ډېر پام کاوه.
د ارزو ژړا تېزه شوه.
بصیر وویل:
پر ابۍ هم ډېره ګرانه وې.د ژوند خوند همدا دی، پۀ نورو ګران و اوسه او نور درباندې ګران که.
ابۍ تا بېرته ژوندۍ کړه، خبرې یې وکړې، په خوراک راغله، ویې خندل او چې نه وې، درپسې ویې ژړل.
پوهېږې ابۍ پۀ موږ پسې نه ؤ ژړلي.
د ګرانښت ورستی حد همدا دی، چې نه یې، یو څوک درپسې وژاړي.
بصیر غلی شو.
ارزو پۀ غریو کې وویل:
د ابۍ د دېوال عکس راسره وړی شم!؟...)
 
ارزو لاړه. بصیر یواځې پاتې شۀ.
خو د ارزو او کورنۍ ژوند نېکمرغه شۀ. خوشحاله او سوکاله ژوند يې پۀ برخه شۀ. څنګه یې ژوند سوکاله شۀ!
د ټال پای وګورئ.