د  سولې په ټينګښت کې د پوهانو رول

څرنګه چې د افغان ملت موخه په دې خاوره کې ټوله له سولې او جګړې له ختمېدو څخه ده او په کار ده د سولې په ټينګښت او راوستو کې د افغان علماو په ګډون د نړۍ د علماو او پوهانو رول هم ډېر مهم ده چې له دې ملت سره په دې برخه کې تر خپله بريده او پوهې مرسته وکړي، هر رواه عمل ته رواه و وايي او په نارواه کړنو، ځانمرګو بريدونو، د هېوادوالو په بې ځايه وژلو يوه د حق او عدالت فطوه ورکړي، ترڅو د جګړې بل شوی اور په افغانستان کې د دې خلکو په مرسته او ديني لارښوونو سره مړ شي، ځکه د پاک خدای (ج) قرآن، د حضرت محمد (ص) مبارک احاديث او د نړۍ د ټولو اديانو کتابونه، د بشر د هر قوم او هر ملت لپاره لارښود او د سولې غوښتونکي دي.
 
 همدارنګه د دين علماء هغه سپېڅلي خلک دي چې دوی کولای شي هر رواه او نارواه کار د خدای پاک بنده ګانو ته ور وپېژني، په دې قناعت ورکړي چې سوله د جګړې په پرتله غوره ده، بل دا چې زموږ ټولنه يوه سوله ييزه ټولنه ده، ملت مو تل سوله غواړي، په کار ده  سوله په کې نور په رښتينې توګه عملي شي په دې کار سره به هم د اسلام او افغانيت له پلوه په دې خاوره کې ډېر پرمختګونه او برياليتوبونه وشي او هم به د دې ټولنې ځوانان په کار وګومارل شي، چاه ته به د دې وخت په لاس نه ورځي چې په ورانيو لاس پورې کړي او د اسلام د دين عالمانو ته کومه ستونزه پيدا کړي چې په لسګونو عالمان موږ وليدل د دې جګړې قرباني شول، په ښکاره توګه د رواه او نارواه جګړې بيان نه شي ورکولی، په يوه او بل نوم يادېږي او بې ځايه وژل کېږي، په کار ده له دې بحران څخه  خپل ځان او افغان ملت نور خلاص کړو.
 
 دا کارونه ټول د سولې په راوستو، د امنيت په تامينولو، مجرم ته په سزا ورکولو او نورو هغو ضروري او مهمو کارو سره کېدای شي چې عملي بڼه له ځانه خپله کړي، نه د جګړې په تودېدو او بې ځايه د افغان ملت په ځانګړې توګه د ديني علماو د وژلو په نتيجه کې، ځکه جګړه هغه څه ده چې څلوېښت کاله يې افغان ځوانانو په ځانګړې توګه ملت يې نتيجه وليده چې اقتصاد ورسره خراب شو، مرګونه وشول، هېواد په کنډواله بدل شو، پرمختګ ونه شو، فرهنګ د بل په غېږ کې ولوېده چې دا ټول په جګړې، نا اهل مشرانو پورې تړلي عوامل دي، خو پړه يې بايد لومړی د جګړې په داخلي مشرانو او بيا په بهرنيو يرغلګرو واچول شي، ځکه دوی خپلې ګټې خوندي کړې او ملت يې د اور د لمبو ښکار کړ.
 
په هر ډول څرنګه چې زموږ موخه، موضوع او د سر اصلي ټکي ټول په دې ځای کې په سوله او جګړه څرخي په کار ده نور جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي، بل د افغانستان علماء همدارنګه په ټوله کې د ټولې نړۍ ديني پوهانو، سياستوالو، فرهنګيانو، ليکوالو او ژورناليستانو ته په کار ده په نننۍ جګړې چې په دې هېواد کې پوره څلوېښت کاله دوام وکړ بد و وايي، مخه يې ونيسي او هره ورځ د لسګونو او سلګونو هېوادوالو د مرګ ژوبلې سبب کېږي، ګټه يې د حکومت لوړ پوړو چارواکو، د قطر مېشتو طالبانو، داعش، رهبر او بهرنۍ نړۍ ته رسېږي، افغان ملت ته دې له دې وروسته د دې جګړه ييزه لوبې په اړه يو منلی قناعت ورکړل شي، تر کله به دا جګړې او ځان وژنې پر موږ حاکمې وي، که چېر ته په اسلام کې ځان وژنه رواه وي، ولې همدغه مشران چې نن له خپل ځان څخه غټې غټې فتوې د جهاد، جګړې او سولې په اړه ورکوي په خپل ځان نه پلې کوي چې په خپل کور کې په امن او امنيت کې ناست دي. له هغه وروسته به بيا د هرځوان لپاره لازمه وي چې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه واغوندي او په هر ځای او ناځای کې د څوک ګوري چاودنې دې پرې کوي، ملت نور وايي دا به غوره لاره نه وي ځکه د سولې او جګړې ترمنځ بايد سرحد او اندازه او د کفر او اسلام ترمنځ بايد توپير نور په افغانستان کې وشي، د دې لوبې بدې پايلې ولس ته د اسلام او خپلې ټولنې د بدبختيو له اړخه په کار ده چې بيان شي، کوم پيغمبر (ص) يا صحابي ځان وژنه کړې، راځئ  د رسول الله (ص) د طايف سفر مطالعه کړو، هغه کومې ستونزې وليدې، ولې د هغه ځای خلکو ته  دعا وکړه، نور په کار ده په دې سره خپل خلک  پوه کړو چې په جګړه کې ګټه نه شته، جګړه د يوه ملک د تباهۍ لاره ده، ملک او ټولنه ورسره تباه کېږي، جګړې ډېرې زياتې بدمرغۍ وزېږولې او زېږوي يې، په کار ده لاس ترې واخلو او خپل ملت پرې نږدو چې په جګړه لاس پورې کړي او بې ځايه وژنې وکړي، بل هره ډله چې نن د چاودنو مسؤليت، د ملي اردو او ملي پوليسو ترڅنګ د افغان ملت په ځانګړې توګه د علماو د وژلو په غاړه اخلي، اصلاً هغه افغانان او بيا مسلمانان نه دي، هغه د افغانستان او د دې ملت او خاورې دښمنان دي، تش په نامه د افغان، افغانيت او اسلاميت تر نامه لاندې نارې وهي ځکه اسلام د پرمختګ او ترقۍ دين دی، اسلام کې جګړه نه شته، په قرآن کې د اوسپنې په باره کې غټ ايت راغلی چې ما ستاسو لپاره اوسپنه پيدا کړه تاسو ترې ګټه واخلئ او کشتۍ جوړې کړئ، ځکه په اسلام کې لومړی کشتۍ نوح (ع) جوړه کړې ده، کله چې چاودنې وي او مرګونه وي، زما انجينير، ډاکټر او په کارپوه اشخاص به څرنګه په خپل هېواد کې ژوند وکړي او بل څرنګه به ودانۍ روغې پاتې شي، شل کاله مو د رهبرانو د جهاد او جګړې خوند وليده چې کله ورته خدای (ج) بخښلي جمهور رئيس ښاغلي ډاکټر نجيب الله حکومت تسليم کړ، د کابل خاوره يې ټوله يو ځل په وينو  ولمبوله او هر يوه درې او څلور ښځې له ډېره شوقه وکړې کومې پېغلې، پښتنې او افغانانې چې په دې خاوره کې وې هغوی ټولې له وېرې اروپا او پاکستان ته لاړې او کډوالې شوې چې هلته بيا د هغو خلکو د مستيو شوې چې ايا دا کار د کولو وه تاسو يې په خپله ځواب راکړئ؟
 
 خو ملت يې نن ټوله پړه په همدې خلکو اچوي ځکه دا جنايتکاران دي، دا بايد محاکمه شي، دوی نه غواړي په دې ملک کې يوه رښتينې سوله راشي، که سوله راځي بيا څرګنده خبره ده چې دوی به همدغه ملت د محاکمې مېز ته را کاږي او حساب  کتاب به ورسره کوي.
 
 دا چې سوله د يوه ملت او دولت د پرمختګ، فرهنګ، اقتصاد او سياسي بحران د له منځه وړلو لپاره ضروري ټکی ده، په کارده علماء، روحانيون، ترڅنګ يې د ښوونځيو ښوونکي په رښتينې توګه د سولې په راوستو کې له افغان دولت سره لاس يوکړي او په روانې جګړې چې نن د هر افغان ګرېوان په وينو سور ده بد و وايي، جګړه ماران له خپلو سيمو وباسي او يايې حکومت ته په لاس کې ورکړي او حکومت هم د ملت ترشاه ښه په کلکه و درېږي او د هغوی دفاع وکړي، ترڅو په دې کار سره وکولای شو ځينې پرمختګونه د سولې په رامنځ ته کېدو سره په خپل هېواد کې وکړو.
 
د ديني علماو په ځانګړو تبليغاتو او د سولې په حاکمېدو سره فکر کوم هغه څه به د ولس لپاره په دې هېواد کې رامنځ ته شي چې هغه به د ابادۍ او خلکو لپاره د منلو وړ وي او د هغو وران کاره ډلو په خوله به يې هم لاس ايښی وي چې هغه د افغان دولت او دې خاورې لپاره نور د جګړې د ګرمولو تبليغات کوي او غواړي په دې خاوره کې اور بل وساتي او خپلې ګټې د جګړې تر سيوري لاندې خوندي او ملت د تل لپاره په اور کباب کړي.
 
 کله چې دا ستونزې ترې ولاړېږي، دولتي چارواکو، تر څنګ يې ملت ته په کارده، د جګړې په پای ته رسولو کې له دې طبقې خلکو څخه چې هغه پاک علماء دي په خپله ټولنه کې پوره ګټه واخلي او هغوی ته په دولتي ادارو کې لوړې دندې او امکانات ورکړي، ترڅو دوی هم په دې مسؤليت او د سولې په ټينګښت کې له ملت او دولت سره شريک خلک وګڼل شي او د دښمن په وړاندې لاس يو کړي چې له دې لارې به مو هم ملک د پرمختګ او برياليتوب په لور چټک ګامونه اخيستي وي، ځکه دا څرګنده خبره ده، په کوم هېواد کې چې جګړه نه وي، سوله وي، علماء او روحانيون د ښې نظريې څښتنان وي، هلته به سوله راځي، ملک به  په لنډ او تنګ وخت کې مخ په وړاندې ځي، دا کارونه ټول په هغو مسايلو پورې نن اړه لري چې موږ په  هر ځای کې په بېلابېلو او خپلو ځايو کې په ځانګړې توګه بحث کوو.
 
بل د رښتينو علماو په کړنو او نقش کې په افغاني ټولنه کې داسې څه نه ليدل کېږي چې ملت او دولت دې د هغوی په کړنو نا خوښ او خلک دې خپل مخ ترې و ګرځوي، ولي دوي ته په دې ټولنه کې د قدر په سترګه کتل کېږي، هغه جګړه چې نن د مجاهد، طالب او داعش تر نامه لاندې د بهرنۍ نړۍ په مرسته د افغانستان د تباه کولو لپاره دلته پيل شوې دا اصلاً پورتنۍ ډلې نه دي، هسې په دې ځای او ملک کې د طالب نوم پرې اېښودل شوی او طالب هم ډېره غټه تېروتنه کوي چې خپل نوم پرې بدناموي ځکه د طالب کلمه د علم د حاصلولو په معنی ده او د دې خاورې دښمنان غواړي، طالب د اسلام په جامه کې خلکو ته سپک او سپاند کړي او دا خبره خلکو ته په  اثبات ورسوي، چې طالب ظالم دی، بې ځايه چاودنې، ځان وژنې کوي، نو له دې خلکو څخه په کارده، ولس مخ و ګرځوي او په دې و نه غولېږي چې سوله به له دې خلکو سره وي، بلکې دا د سولې دښمنان دي اصلي علماء په هېڅ ډول د سولې په وړاندې خپل مخالفت نه ښکاره کوي او نه د سولې په وړاندې خنډ ګرځي، بلکې هغوي سولې ته هرکلی وايي، سوله خوښوونکي وي.
 
د دې لپاره د افغانستان په ګډون د نړۍ جنګ ځپلي ملتونه دې له نړيوالو علماو او روحانيونو څخه په ډېره کلکه غوښتنه وکړي چې په دې پاکه او مقدسه خاوره په ځانګړې توګه په افغانستان کې د خپلې وسې په اندازه په سوليزه تبليغاتو او له دې ملت سره په مرستو لاس پورې کړي او د سولې په ارزښت دې خپل ملت او ولس ته نوي معلومات او د سولې ګټې وړاندې کړي، ټول ملت دې په خپلو کې سره د اسلامي پاک شريعت له لارې متحد او متفق شي او په عين وخت کې د افغانستان د جوړېدو دښمنان، مزدوران او رشوت خواره علماء او روحانيون چې د دښمنانو د لاس آلې دي، د څو روپيو د اخيستو په وړاندې په نارواه  د قرآني آيتو د يو بل ډول اړولو په لارو کوښښ پيل کړی چې نور زموږ ننګيالی ملت د پرديو د غلامۍ منلو ته تيار نه کړي او په دې دې هم د دې خاورې دښمنان پوره پوه شي چې په غلطه او ګمراه کوونکې لاره تر پايه رسېدل امکان نه لري چې دوی دې ورسېږي.
 
لنډه دا چې اوس د افغانستان د ابادۍ په قدر ځوان ولس پوهېدلی او که خدای (ج) کول په نړۍ کې هېڅ ځواک هغوی خپل پاک او مشروع مقصد ته له رسېدو څخه نور نه شي ګرځولی، ځکه ډېرې جګړې د اسلام تر بيرغ  لاندې په دې ملت وتپل شوې، چاه د خلق په نوم، د پرچم په نوم، د کمونيست په نوم، د مجاهد په نوم، د طالب په نوم او چاه د داعش په نوم دغه ملت و وژلو او خپل اهداف يې ترلاسه کړل چې موږ ټول ملت دې جګړې ته د يوې غولونکې جګړې نوم ورکوو او نور نه غواړو وغولېږو او دښمن مو په ذهنونو کې ناوړه ځای ونيسي، موږ له خپلو شته علماو او راتلونکي ولسمشر او دولت سره همکار يو، له خپل دولت څخه هم د علماو د لارښوونې په مرسته غواړو دغه پر موږ تپل شوې جګړه له دې خاورې ختمه کړي او يوه سوله ييزه فضاء په خپل هېواد کې د غوره شخصيتو په ټاکلو سره رامنځ ته کړي، بل دا چې د دې خاورې دښمنانو ته په ځانګړې توګه د سيمې هېوادو ته هم زموږ حکومت متوجې شي ځکه څلوېښت کاله کېږي د سولې نارې وهو، ولې سوله نه راځي په اصلي ټکي او د سولې د نه راتلو د کمزورتيا ټکي بايد ولسمشر او د ده لوړ پوړي چارواکي په خپل ځان کې پيدا کړي، ترڅو به د سولې له خواږه نعمت څخه دغه ملت بې برخې وي، دلته هم سولې ته اړتيا شته، سوله بايد په خلا شي له هرې ممکنې لارې چې کېږي لومړی بايد سولې ته ارزښت ورکړل شي، دوهم که چېرته سوله نه راځي بيا په کارده له مخالفينو سره همدغه د دين علماء د جګړې يو نړېوال اعلان وکړي چې د دوی په وړاندې جګړه رواح ده او هر افغان وسلې ته لاس کړي، ترڅو خپل هېواد په خپله وساتي ځکه تر کومه به دا غولونکې سوله وي، يوه جنګي ډله وايي ((مه ريزه ميکنم او بله وايي مه ميده ميکنم)) خبره يوه ده هسې د خپلو جيبونو د ډکولو او ملت د وژلو لپاره يې چل جوړ کړی دا ملت به هم نور دومره ويده ملت نه وي، يوه ورځ به په همدې دواړو جنګي ډلو پسې خپلې مټې رانغاړي هغه که دولتي ادارې دي او که د غرونو طالبان او يا داعش دی، خو بهتره به دا وي چې ټول افغان ملت سره ورونه دي راځئ په يوې ښې او غوره تګلارې په رامنځ ته کولو د همدغو علماو په مشورې يوه منلې او ملي اداره رامنځ ته کړو.
 
څرنګه چې د افغانستان په محترم ملت خپل علماء او روحانيون ډېر ګران دي، په هغوي پسې په جوماتو کې پنځه وخته لمونځونه کوي، د هغوي په خبرو پوره باور لري دا نو د ټولو ښاغلو علماو، روحانيونو ديني او ملي دنده ده چې په دې لاره کې له افغان دولت سره په خپلو ټولو قواو کې مرسته وکړي او د پرديو د استعمار او غلامۍ له منګلو د قوم د نجات په لاره کې له دولت سره تر خپلې وسې پورې کوښښ وکړي، هېڅ ډول مرسته او ډار درېغ نه کړي، ترڅو په راتلونکي کې دغه ولس هم د دې خلکو په کومک د اور له لمبو څخه نور بچ شي، ځکه چې اسلام د پرمختګ دين دی، د ترقۍ دين دی، په اسلام کې وژنه نه شته، دلته کفار نه شته، دلته يو سم سيده اسلامي ملک ده، دلته خلک پنځه وخته لمونځونه په ملا امامانو پسې په جوماتو کې کوي، دلته بايد نور سوله د علماو په مرسته را شي، د جګړې ټغر ټول شي او هغه لنډغر چې جګړه غواړي ملت ته هم په کارده د هغوي په وړاندې لاس يوکړي، له ساحې څخه يې لرې کړي، هغه که هر څوک دي، طالب دی، مجاهد او که داعش او يا خلقي، پرچمي، دلته نور آبادۍ ته اړتيا ده، ښوونې او روزنې ته اړتيا ليدل کېږي، ترڅو د دې کار په عملي کولو د جګړې لمنه ټوله شي او سوله په ټول هېواد کې د همدغو نيکو علماو په زحمت او پاکو تبليغاتو سره رامنځ ته شي.