مونږ یې د رقابت یا سیالۍ له پاره روزلي یو

هغه  رقابت چې؛
مونږ یې د خپلو ټولګیوالو سره لرو تر  څو هغو نه  مخکې او بریالي ووسو؛
د اول نمره ګۍ له پاره؛
په کانکور کې د لوړو نمرو اخېستلو له پاره؛
د خپلو همکارانو سره  د سیالۍ لپاره؛ تر هغه چې مونږ د مدیریت څوکۍ ته ورسېږو او په هغو مدیریت وکړو؛ 
کله چې موټر چلوو باید زمونږ موټر د ټولو نه مخکې وي او یا که په هر قیمت وي مونږ باید تر ټولو مخکې ووسو. 

زمونږ روزنه د قیاس له مخې شوی ده. 
هر څوک چې مخکې وي
 هفه به لوړ وي 
هر څوک چې شتتمن وي 
هغه به ښکلی وي
 او په دی بڼه یوه جګړه روانه د وګړو ترمنځ تر څو یو له بله مخکې شي او په مرګ هم یو له بله وروسته پاتې نه شي.

مونږ یو روزنېز انقلاب ته اړتیا لرو. تر څو  خپل کوچنیان هغسي وروزو لکه څرنګه چې مونږ نه یو روزل شوی لکه:
د سولې له پاره 
یو له بل سره د اوسېدلو له پاره 
د مفاهمي، خبرو کولو او نظریاتو شریکولو له پاره 
د مرستې او همکارۍ له پاره
اوپه پای کې د یو ځای ژوند کولو له پاره.
کیدای شي  په دی توګه  په  خپله روزنه کې یو څه نوښتونه راولو.