انسانان!

سپوږمۍ نه ژړل هماغسې موسکۍ وه
عجیبه وه ستوري هم و، راختلي

خو له نورو شپو نه فرق یې و، په دې کې
لږ سپیره وو ماته نه ښکاریدل ښکلي
سهار لمر هم بیا پخپله وعده راغی
خلک ټول خپلو کارونو ته روان وو

نه چا وژړل نه آه قدري یې وکړ
تابه وې ټول کاڼه شوي انسانان دي
له جوماته راتلل لوړ لوړ آوازونه
ملایانو د زکات کول ویرونه

له آسمانه کاڼي هم را اوریدل نه
نه ږلۍ، نه بوړبوکۍ نه توفانونه
حکومت هم لا هغسي برقرار و
د پاچا چلیدل هر خوا فرمانونه

ژوند عادي و انسانان په کار لګیا وو
کراري وه د چا نه لړزیدل زړونه
 
انسانان ټول د ډوډۍ غم و، اخیستي
په سرک و، خړ ګرزونه د موټرو

ټوپکیان د سنګرو خواته روان و
ماشومان به ډاریدل له ببرسرو
نه چا وژړل نه آه قدري یې وکړ
عجیبه وه ژوند هماغسې روان و

بیګا مور ته وه د زوی جنازه ایښې
دغه ځوان پرون وژلی یو انسان (!) و