په جرمني او اروپا کې د ميرمن کلتوري ټولنى بهير د جوړيدو مقدماتي غونډه

يو شمېر اروپا مېشتو اديبو مېرمنو د سپتمبر په اتمه، د شنبې په ورځ د آلمان د کولن په ښار کې، په اروپا کې د "مېرمن کلتوري بهير" د بيا جوړېدو له پاره مشورتى مقدماتي غونډه وکړه او په اروپا کې د مىرمنو د سراسري ټولنې د جوړولو په اړه يې خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د پښتو ادب لارويانې پروين ملال، سهيلا اصغري، جميله هېوادمل، آسيه محرابي، غوټۍ پوپل، گلالۍ فيض زاده، سپوږمۍ عطايي، مينه نوري او نيلوفر عطايي ګډون کړى و.

لومړى په جرمني او اروپا کې د ميرمن بهير د جوړيدو په هکله هرې يوې خپل نظرونه مطرح کړل.
دوی وپتييله چې د "مېرمن کلتوري بهير" په اروپا کې د نجونو او مېرمنو د فرهنگی فعاليتونو د ودې په خاطر راجستر او په پښو ودروي.

په دې غونډه کې دغه راز پروين ملال، سهيلا اصغري او آسيې محرابي خپل شعرونه واورول.
په نظر کې ده چې د دندو او کړنلارې د ټاکلو او د بهير د تشکيلاتي مسلو په اړه به بله غونډه د سپتامبر په پنځلسمه نيټه په جرمني کې جوړه شي.