مصرۍ ممثلې غوښتي ځان وژنه وکړي

روهي(پنځه نۍ/۱ د کب)، منی فاروق په یوه وېډیو کې یې خپل ناوړه رواني حالت څرګند کړی او وايي چې څو میاشتې کېږي عاید نه لري. اغلې فاروق پر انسټاګرام یوه ۴۰ دقیقه ییزه وېډیو کې خپله نهیلي ښيي او وايي : "دوه غوراوي لرم: یو دا چې د ژوندانه لپاره غلطه لار غوره کړم، ځکه چې د حلالې روزۍ ټولې دروازې مې پر مخ تړل شوي دي... او یا ومرم او ځانوژونه وکړم، او باوري یم چې داسې به کېږي. اصلاً زه مړه یم او تر دې ډېره مبارزه نه شم کولی." چې "ټولنې شړلې" ده او دې کار یې پر شخصي او مسلکي ژوند ډېر منفي اغېز کړی دی.
 
اغلې فاروق ځینو وروستیو څرګندونو کې دیني منځپانګه هم وه، لکه د کعبې انځور او دا ایت شریف: "لا إله إلا أنت سبحانك إني كنت من الظالمين". دغه مصرۍ ممثله وروسته ترهغه په دوبۍ کې اوسېدو ته اړ ایستل شوې، چې د مصر د جنایتونو اړونده محکمه کې یې مالي تمویلوونکي له مالي ملاتړه لاس واخېست، ځکه چې پر هغې تور و په یوه وېډیو کې له ممثلې شیما الحاج او پروډیوسر خالد یوسف سره راڅرګنده شوې ده.