د وينې لوړ فشار (Hypertension) څه ډول ناروغي ده، نښې، مخنيوی او درملنه يې 

د وينې لوړ فشار ته انګلېسي کې High blood pressure وايي او علمي نوم يې Hypertension دی. Hypertension هغه وخت پېښيږي چې د وينې فشار غېر روغتيايي لوړې درجې ته ورسيږي. د وينې فشار هغه بهير دی چې زړه وينه په کې وجود ته پمپ کوي. 

د وينې لوړ فشار (Hypertension) اوس مهال يوه عامه ناروغي ده. د څېړونو پر اساس امريکا تر ۵۰ سلنه ځوانان په دې ناروغۍ اخته دي. د وينې لوړ فشار (Hypertension) څرګندې نښې لري. هر کله چې وروستي پړاو  ته ورسيږي، نو په زړه، د وينې رګونو، دماغو، سترګو، پښتورګو او د وجود په نورو برخو منفي اغېز کوي. 

د وينې لوړ فشار (Hypertension) عمومي نښې - نښانې: 
- د سر درد؛ 
- د ساه يا نتقس کموالی؛ 
- له پوزې وينه؛ 
- د مخ سوروالی؛ 
- ګنګستيا؛ 
- د سينې درد؛ 
- د سترګو د لېد بدلون؛ 
-  په تشو متيازو کې  وينه. 

دغه نښې د وينې لوړ فشار (Hypertension)  نښې دي، خو اړينه نه ده چې د وينې لوړ فشار (Hypertension)  هر ناروغ يې بايد ولري، ځيني کې دا نښې پټې وي خو بيا هم د وينې لوړ فشار (Hypertension) لري. د وينې لوړ فشار (Hypertension) د مالولو لپاره غوره دا ده چې د زړه متخصص ډاکتر وکتل شي. 

د وينې لوړ فشار (Hypertension) لاملونه: 
د وينې لوړ فشار (Hypertension) دوه ستر ډولونه لري. چې يو يې لومړني Primary hypertension او بل يې Secondary hypertension دی. 

۱- د Primary hypertension لاملونه: 
- د وينې لوړ فشار دغه ډول ډېری خلک لري. کومې څرګندې نښې نه لري. پلټونکي تر اوسه هم په دې نه دي توانېدلي چې د Primary hypertension څرګند لاملونه پيدا کړي، لاندې څيزونه يې د مهمو لاملونو شمېرل کيږي. 

- Genes: د وينې  لومړني لوړ فشار يو لامل ارثي نېږدوالی کېدای شی. يانې که چېرې د کورنۍ کوم غړی مو په تېر کې دغه ناروغي لرلې وي، نو ستاسې د اخته کېدو شونتيا هم نېږدې ده. 

- Physical changes: د پښتورګو پيوند او په وجود کې ځينې نورې فزيکې ځای پر ځای کېدنې هم د Primary hypertension لامل دی. 

- چاپيريال: ډېر پر ځای کېناستل، د فزيکې چارو نه تر سره کول، خواړه او نور کړه وړه هم د Primary hypertension له لاملونو دي. 

۲- Secondary hypertension: د وينې دغه ډول لوړ فشار ناڅاپي رامنځ ته کيږي او د لومړي په پرتله ډېر خطرناک او وژونکی دی. لاندې يې ځيني عمده لاملونه دي. 

- د پښتوروګو ناروغۍ؛ 
- د زېږون له وخت د زړه ستونزې يا congenital heart defects؛
- د تیروئید غدې ستونزې؛ 
- د ځينو درملو جانبي عوارض؛ 
- د نشه يي توکو استعمال؛ 
- د الکول يا شرابو ډېر استعمال؛ 
- د آدرنال غدې ستونزې. 

نور بيا په دويمه برخه کې .......