روهي( یوه نۍ/۲۷ د سلواغې )، شاهد افریدي د تېرې جمعې په ورځ د خپلې پنځمې لور د پیدا کېدو څخه وروسته په خپل ټویټر او انسټاګرام لیکلي وو چې خدای پاک ورته پنځمه لور ورکړې شاهد افریدي لیکلي:
(( خدای پاک په یو بل نعمت لور نازولی یم، تاسو ورته نوم وټاکئ خو نوم یې باید په «A» یا (الف) توري پیل شي))
شاهد افریدي څلور نورې لورګانې لري چې د ټولو لورګانو نومونه یې په الف توري پیل کېدي د شاهد افریدي د لورګانو نومونه( اقصه، انشه، اجوه او اسمره ) دي، نو ځکه یې غوښتي تر څو د څلورمې لور نوم هم په الف توري پیل کړي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پېژندل شوی بالر راشد خان د هغه د ټویټر په څرګندونه کې لیکلي:
(( نوم یې “آفرین” کېږدئ آفرین یعنې ډېر غښتلی ))
دا لا تردې دمه مالومه نه ده چې شاهد افریدی به د راشد خان له خوا د هغې لور ته ټاکل شوی نوم وټاکي او یا نه.
وروستي