څنګه د کامیابۍ په اړه فکر وکړو!؟

تاسو چې څنګه فکر کوی همغه شان جوړېږئ؛ د همدې لپاره داسې فکر وکړئ څرنګه چې د ځان جوړیدل غواړئ.

کامیابي یو ذهني کیفیت دئ او دا ذهني کیفیت د کامیابۍ فکر دی او دا ستاسو په اختیار کې دی؛ چې تاسو د کامیابۍ په باره کې فکر کوئ یا یې نه کوئ، ستاسو شخصیت د ستاسو له فکر سره تړاو لري.

تاسو چې د کوم ډول خیالاتو فکر کوئ هغه ستاسو په ژوند کنټرول راولي او تاسو د خپلو فکرونو په واسطه خپل ژوند کنټرولولی شئ خوشحالي، سکون او لا خوښ ژوند ترلاسه کولی شئ.
 
بریا او ماتې زمونږ د فکرونو د څرنګوالي پایلې دي که مو فکر په منفي موضوعاتو بوخت شو، ژوند مو منفي لوري ته او که په مثبتو مسایلو باندې بوخت شو؛ نو ژوند مو مثبت لوري ته سوق کېږي.

لومړی باید د ټولو چلندونو، فکرونو او تصمیمونو مسؤولیت چې پر غاړه یې لرو، ومنو او د دې لپاره چې خپلې نیمګړتیاوې جبران کړو باید خپل فکرونه بدل کړو.

که د منفي لارې پر ځای مثبت لاره غوره وګڼو، نو هغه څه چې مونږ ورته اړتیا لرو او یا یې د لرلو هیله لرو ، نو هتمن یې ترلاسه کولئ شو. 

هیڅ کله داسې نشي کېدای چې فکر د یو څه وکړئ او ترلاسه بل څه کړئ ؛ زمونږ او ستاسو شعور چې د کوم شي فکر وکړي هغه به ترلاسه کوي، تاسو کله هم هغه څه نشئ ترلاسه کولی د کوم لپاره مو چې فکر نه وي کړئ.

په دنیا کې هغه خلک خوشحال او کامیاب وي کوم چې د کامیابۍ او خوشحالۍ په باره کې فکر کوي او همدارنګه هغه خلک له ژوند نه هیڅ خوښ نه وي، کوم چې فکر یې خرابه وي.

که چېرته تاسو د خوشحالۍ او کامیابۍ په باره کې فکر، ونه کړئ نو څنګه به کامیابي ترلاسه کړئ؟

کامیابي به خپله نه ترلاسه کېږي، دهر څه د لاسته راوړو لپاره فکر کول پکار دی؛ که تاسو په خپل کار کې ناکام شوی د کامیابۍ لپاره یې فکر وکړئ.

که غواړئ چې هر کار مو په کامیابه توګه مخته لاړ شي، نو تاسو د هر کار په پیل کولو سره فکر وکړئ بیا هغه کار پیل کړئ، ان شاءالله چې تاسو به کامیابي تر لاسه کړئ.

حال دا چې زموږ حالات زمانه نشي بدلولی، حالات د ټولو یو شانته دي، ټول له خرابو حالاتو سره مخامخ یو، مهمه خبره دا ده چې تاسو په دې حالاتو کې څه کوئ؟ 

ترڅو چې تاسو بدل نشی هیڅ هم نه بدلېږي، که ټوله دنیا بدله شي خو چې تاسو بدل نشئ، تاسو نشئ کامیابېدلی؛ تاسو به هغه وخت خوشحال او کامیاب یاست کله چې تاسو بدل شئ.

همدا اوس کولی شئ له وړو کارونو پیل وکړئ او لویو کارونو ته زمینه برابره کړئ، نو تاسې د کار په ښه نظم کولو سره کامیابي ترلاسه کوئ، له دې سره ـ سره هم که تاسې نورې کامیابي غواړئ، نو په ورځنیو کارونو مو له سره غور وکړئ او داسې یې تنظیم کړئ چې په لنډه لاره مو لویو کامیابیو ته ورسوي. 

نا هیلې کېدل ستاسو ناکامي ده باید نا هیلې نه شئ او خپل کار ته مو پام وکړئ.
تاسو د ښه ژوند تېرېدو په اړه فکر وکړئ، په لټه کې واوسئ چې کوم کارونه مو ژوند ښکلی کوي او کوم کارونه مو ژوند ویجاړوي.

کامیابه خلک خپلو موخو ته د رسېدو لپاره  لاندې څو ټکو په اړه ښه فکر کوي:

ـ   ورځنۍ لېست جوړول: 
تاسو په ورځني لېست کې ټولې موخې مشخصې کړئ. 
د یو شي مشخصول، موخو ته د رسېدو په برخه کې ډېره مرسته کوي، هغه شیان په ډاګه کړئ چې تاسې یې غواړئ.
  
ـ  د جوړ شوي لېست په اړه عمل کول:   کومې موخې مو چې په لېست کې څرګندې کړي او غواړئ چې ځان ورته ورسوئ، نو د رسېدو لپاره ښه لاره عمل کول دي، تاسو په جوړشوي ورځني لېست باندې تمرین وکړئ.

ـ  په کار کولو کې نظم را وستل:
هغه ورځني کارونه چې تاسې یې تمرین کوئ، په هغو کارونو کې نظم راولی؛ هغه کارونه چې منظمه وي په سمه او اسانه توګه تر سره کيږي او لا تشویق کېږئ.

نوټ:  زیاتره کسان وینو چې په خپلو کارونو کې ناکام پاتې کيږي؛ دغه ناکامي دوی ناهیلې کوي. 
هغه کارونه چې په اسان توګه مخ به وړاندې نه ځي، د هغو کارونو به اړه موږ سم فکر نوي کړئ.
د هر کار په پیل کولو سره که تاسو مثبت فکر او کوښښ وکړئ، نو هیڅ کله به ناکام نشئ لا به مو بریا په برخه وي.