هغه کارونه؛ چې کول یې ژوند ښکلی کوي 

پیاوړی حکمران (الیور ونډل) د خلکو په باره کې وایي:  خلک په درېیو برخو وېشل شوي:
لومړی برخه؛ هغه کسان دي چې په ژوند کې خپله پېښې رامنځته کوي.

دویمه برخه؛ هغه کسان دي چې یوازې د پېښو سیل کوي او وروستی برخه هغه کسان دي چې کله یې په ژوند کې کومه پيښه رامنځته شي، په اړه یې هیڅ فکر نه کوي.

د هرې ټولنې د وګړو ژوند له ښو او بدو پېښو جوړ دی، که د ناکاره پېښو پرځای ښو کارونو ته مخه کړئ، نو ستاسو ژوند کې به یو ډول نوښت رامنځته شي، له نوښت سره سره به مو ژوند لا ښکلا پيدا کړي.

په دې لیکنه کې مونږ هغه څه بیانوو، چې باید عمل پرې وشي.
په لاندې موضوعګانو باندې عمل کول ستاسو را تلوونکی روښانه او فکر ته مو مثبت بدلون ورکوي.

            د الله تعالی عبادت وکړئ
ټول مخلوقات د الله تعالی د عبادت لپاره پيدا شوي دي،  نو هر څه نه مخکې باید موږ او تاسو هر کار د الله تعالی په عبادت سره پیل کړو.

              د ځان مشري وکړئ
   نن؛ سبا وینو چې زموږ ټولنه مشرۍ ته اړتیا لري؛ د مشرۍ به برخه کې موږ زیات مشکلات لرو او ورځ تر بلې دا مشکلات په ډېرېدو دي.

په لومړي سر کې باید تاسو د ځان د مشرۍ په اړه فکر وکړئ، چې راتلوونکی مو روښانه شي.
همدارنګه که تاسو ځان ته د یو مشر په توګه وګورئ؛ نو راتلوونکی مو تغیر کوي، له دې سره سره تاسو کولای شئ د یوې ډلې، کورنۍ او همدارنګه د یوې ټولنې مشري هم وکړئ.

                 موخه ولرئ
  هر انسان باید په ژوند کې موخه ولري، موخه لرل مو په احساساتو خورا اغېزه کوي، لا مو پر ژوند باور زیاتوي.

یوه ښه موخه هغه ده چې تاسو یو ښه دلیل ولرئ، یعنې تاسو داسې فکر وکړئ چې تاسو ټولنې ته خدمتونه وړاندې کوئ او دا کار مو؛ لا ژوند کولو ته هڅوي او په ژوند کولو مو باور زیاتيږي.
موخه لرل د یو انسان په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کوي، نو تاسو ځان نه پوښتنه وکړئ؛ چې ستاسو تر ټولو مهمه موخه څه ده؟

                مثبت فکر وکړئ
   ښه خلک د تل لپاره مثبت فکر لري او مثبت فکر هم د دوی په ستونزو کې اسانتیاوې را منځته کوي.

تر هر څه وړاندې باید مثبت فکر وکړئ، مثبت فکر کول له تاسو سره مرسته کوي.
د ځان په اړه شک کول هېر کړئ؛ ځکه شک کول مو روحیې ته زیان رسوي او د زیان تر څنګه تاسو خپلو کارونو کې ناکام پاتې کېږئ.

             مطالعه وکړئ
په ټولنه کې زیات شمېر کسان وینو چې خپل وخت بې ځایه تېروي؛ د راتلونکي لپاره هېڅ  فکر نه لري، د دې پر ځای چې بېکاره وخت تېر کړئ نو دا به ښه وي چې مطالعې ته مخه کړئ.
که مطالعې ته ستاسو پام وګرځي، نو هتمن به ستاسو ژوند کې بدلون راشي، ځکه مطالعه ستاسو فکر ته بدلون ورکوي او تاسو د بریا په لور بیایي.

              له ستونزو زده کړئ
   بریالی خلک له ستونزو زده کړه کوي، د نن کار سباته نه پرېږدي، تل د خپل کار په لوري حرکت کوي؛ نو باید موږ او تاسو هم د بریالي خلکو لاره غوره کړو او هغه څه چې ستاسو په ذهنونو کې وي؛ د مثبت کار لپاره عمل پرې وکړې.

هغه ستونزې چې ستاسو مخکې دي د هغو لپاره د حل لاره وګورئ؛ د ستونزو د حل لپاره فکر وکړئ، چې په راتلونکي کې ستاسو د پرمختګ خنډ نشي.

پوهان وايي: بلا په مخ وهل کيږي؛ په څټ نه.
ستاسو په ژوند کې چې کومې بدې پېښې راځي، تاسو یې د ناکامۍ احساس مه کوئ ؛ ځکه بریالي خلک د ستونزو لپاره د حل لاره لټوي.

له نورو سره مرسته وکړئ
  د هرې انساني ټولنې وګړي مرستې ته ضرورت لري، چې باید مرسته ورسره وشي .
مرسته يواځې دا نه؛ چې تاسو هغوی ته پیسې ورکړئ، بلکې د نورو خلکو په خوشحالیو خوشحاله شئ او د هغوی د خوشحالی احساس لا پياوړی کړئ، چې هغوی نور هم مخته لاړ شي.
همدارنګه هغوی ګټورو کارونو ته وهڅوی …..

                  تمرین وکړئ
تاسو د هرې ورځې په پیل کولو سره د لنډ وخت لپاره تمرین وکړې؛ حال دا چې تمرین کول مو بدن ته د ارمتیا احساس ورکوي.

له تمرین کولو سره مو ذهن پیاوړی کيږي، دغه پياوړتیا مو نورو کارونو ته هڅوي او همدا هڅونه مو په نورو کارونو کې د پرمختګ لامل ګرځي.