
روهي(درې نۍ/۲۲ د سلواغې)، پر خواله رسنیو د غور جام منار د احتمالي نړېدو په تړاو له اندېښنو وروسته، افغان کلتوري چارواکي وايي، ددغه څلي د بیارغاونې لپاره لنډمهالي او اوږدمهالي پلانونه لري، چې لومړي پړاو کې به څلي ته څېرمه د هریرود پاکول او د استنادي دېوال جوړول وي. په ۲۰۰۲ کال کې د یونیسکو له خوا غوښتنه وشوه چې دا څلی د نړۍ د کلتوري میراثونو په نوملړ کې ثبت شي.
د جام څلی چې د غور له مرکز فېروزکوه نژدې اویا کیلومتره ختیځې خوا ته موقعیت لري، ۶۴ متره لوړوالی لري او اته سوه کاله مخکې د غوریانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی. چارواکي وایي د دې څلي نژدې ۳۰ سلنه تزیینات د طبیعي پېښو او ورښتونو له کبله له منځه تللي. د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو اندېښنه ښودلې، که د دې منار بنسټ ټینګ نه کړل شي ښایي د راتلونکو احتمالي سېلابونو له امله ونړیږي