سندرغاړی شهسوار چې دیني تبلیغ یې کاوه بیا د سندرو ویل پيلوي

روهي(درې نۍ/۲۲ د سلواغې)، د پښتو وتلي ځوان سندرغاړي شهسوار چې د دیني تبلیغ له امله یې له سندرو لاس اخېستی و، ویلي چې یو ځل بیا د سندرو ویل پيلوي. شهسوار پر خلکو نیوکه کوي چې هېڅوک یې پوښتنې ته نه دي ورغلي چې دی خپل ورځنی ژوند څنګه تېروي
نوموړي ګڼ شمېر سندرې ویلي او د پښتو په څو فلمونو کې هم لوبېدلی دی. نوموړی په خواله رسنیو کې په یوه خپره کړې ویډیو کې وايي چې د دین کار باید لومړی وټاکو او د دنیا کار دوهم. د پښتو یو شمېر نورو هنرمنانو د دین تبلیغ له امله له هنره لاس اخیستی چې په دې ډله کې سندرغاړی شاز خان، سندرغاړی شهنشاه باچا، د پښتو فلمونو لوبغاړی نعمت سرحدي او د فلمونو وتلی ټوکمار ارواښاد لیاقت میجر شامل دي. شهسوار وایي، هغه یو هنرمن دی خو د دوو اولادونو پلارهم دی چې د پالنې لپاره یې اوسنۍ چارې هم د خپل توان له مخې پرمخ وړي.