
تــورې وريځې طــوفانونه
غــم لــړلـي مــاښامـونــه
بيا اسمان ولې په قهر دی
بد حالت دی بد روزګار دی
د اسمان لمنې سرې دي
درد اوغم شیبه، شیبې دي
دي غمجن، مهلک وختونه
نــــا اميد داغــــلي زړونه
ځوانيمرګــه مو هستي ده
دنــــيا تلونکې ده فــاني ده
ځـــي د اوښــکو سیلابونه
پرې لامده شول ګريوانـونه
ځوانيمرګ مـو نن بهار دی
جګ نښتر دی هم چنار دی
ربــــه راولــــې قرار بيا
د دې سيمې پــه ګلزار بيا
غوټــۍ وسپړي خندا شي
خوشالي په هــره خوا شي
ربــه ختم دا مــــاتم کــړې
خوشالي په هر قدم کړې
د اسمان لــمنې شنې کړې
د خوښۍ بلې ډيــوې کړې
ستا دربارته دوعـاګـوی يو
چې پــدې خــبره پوی يــــو
صرف تحفه زمونږ ايمان دی
دا ژوندون يـــو امتحان دی