جاوېد امیرخېل: په شمالي وزیرستان کې د فبرورۍ په لسمه کنسرټ نه ورکوم

روهي( نۍ/۱۹ د سلواغې )، د پښتو ژبې پېژندل شوی هنرمند ( جاوېد امیرخېل ) وروسته له هغې چې د خلکو له خوا په شمالي وزیرستان کې د کنسرټ ورکولو سره د توندو غبرګونونو سره مخ شو.
 

په خپله فېسبوک پاڼه په یو نوي پوسټ کې ویلي: زما درنو او زړه ته را تېرو مینوالو، سلامونه، مینه او درناوی.
 
په پام کې وه چی د فیبرورۍ پر لسمه نېټه په شمالي وزیرستان، میرانشاه کې د یوه سپورټي پروګرام په ترڅ کې به زه کنسرټ ورکوم خو د ځینو ستونزو له عمله زه دغه کنسرت کی ګډون نه شم کولای.
 
که د خالق خوښه وه زه به خپلو مینوالو او پښتنو ته په مناسب وخت کې یو نه ډیر کنسرتونه وکړم. زما هره سندره او هره کړیکه د خپل ولس لپاره ده.
ستاسو درنو د سوکالۍ او ابادۍ په هیله.