د پيسو نړیوال صندوق خلیجي هېوادونو ته خبر داری ورکړی

روهي(جمعه/۱۸ د سلواغې)، د پيسو نړیوال صندوق خلیجي هېوادونو ته خبر ورکړی، چې که په مالي برخه کې اصلاحات رامنځته نه کړي، نو په راتلونکو ۱۵ کلونو کې به یې مالي سرچینې وچې شي. د خلیج هېوادونو د تېلو له پلوره په تر لاسه شویو پیسو په نورو هېوادونو پانګونه کړې ده، خو د ۲۰۱۴ کال په نېمايي کې د تېلو بیې په رالوېدو سره دغو هېوادونو ته ډېر مالي زیان واوښت او د تېلو بیې په راټېټېدو سره د دې هېوادونو د کورني ناخالص تولید وده په ټپه ودرېده اړ شول چې په خپلو بودیجو کې د کسر له منځه وړلو لپاره پور واخلي.
د پيسو نړیوال صندوق وايي: دا هېوادونه اوس په سمه لار روان دی، خو اړتیا لري چې د مالي سمونونو لړۍ چټکه کړي. د اقتصادي سرچینو زیاتول بسنه نه کوي باید د دولت لګښتونه کم شي او مالي مقررات وضع کړي.
دې صندوق خلیج هېوادونو ته سپارښتنه کړې چې لګښتونو ته له سره کتنه وکړي، دولتي دندې او تنخواه ګانې چې د نړیوال له مخې لوړې دي، کمې کړي.