پاکستان: پر ماشومانو د جنسي تیري کوونکي به په عام محضر کې اعدامېږي

روهي(جمعه/۱۸ د سلواغې)، د پاکستان ملي اسمبلۍ یا ولسي جرګې هغه قانوني طرحه تصویب کړه چې له مخې یې پر ماشومانو جنسي تېري کوونکي په عام محضر کې اعدامېږي. په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو په عام محضر کې د اعدام غوښتنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې کله د پنجاب ایالت په قصور نومې ښار کې د زینب په نوم پر یوې ماشومې نجلۍ جنسي تېری وشو او بیا ووژله شوه.
د پارلماني چارو وزیر وویل په پاکستاني ټولنه کې له ماشومانو سره جنسي زور زیاتی د اندېښنې تر کچې رسېدلی دی. له دې وړاندې ملي اسمبلې د زینب په نوم د ماشومانو د ملاتړ یوه طرحه تصویب کړې وه چې له مخې یې پر ماشومانو جنسي تېري کوونکو ته د عمر بند سزا ورکول کېدله.
د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو په ملي اسمبله کې د بشري حقونو د کمېټې مشر دی. د رایې پر وخت پیپلز ګوند دې طرحې ته رایه ورنه کړه خو تر ټولو لوی مخالف ګوند مسلم لیګ نواز او جمعیت علمای اسلام ګوند د دې طرحې په حق کې رایه وکاروله.