عام عادتونه چې د سرطان مخنیوي کې مرسته کوي

روهي( پنځه نۍ/۱۷ د سلواغې )، سرطان دا مهال په نړۍ کې د ژوند یو ګواښونکې ناروغي ده، چې درملنه یې کیدی شي، مګر خورا تکلیف کیدونکی ده حتی کله چې په لومړي مرحله کې د سرطان تشخیص شي.

د دریم مرحلې یا وروستي درملنې څخه راوتل نږدې ناممکن دي.

د سرطان په اړه د څیړنې نړیوالې ادارې د راپور په وینا په ۲۰۱۸ م کال کې د سرطان.۸۱ لکه  نوې قضیې راپورته شوې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په هرو ۶ مړینو کې لږترلږه یو د سرطان له امله رامینځته کیږي او سرطان په نړۍ کې د مړینې دوهم عمده لامل دی.

مګر ښه شی دا دی چې د یو څو تعدیلاتو په اخیستو سره، د سرطان ناروغۍ خطر تر ۴۰ سلنه پورې راټیټیدلی شي.
 
د سرطان د څیړنې نړیوال وجهي صندوق (WCRF) تحقیق د ۹ نکاتی پلان څرګند کړ چې د پام وړ د سرطان په څیر ناروغۍ خطر کموي.
صحي وزن
 
د څیړونکو په وینا، چاغېدل د سرطان یو له مخکښو عواملو څخه دی، کوم چې د سګرټ څښلو لامل هم شوی. دا د بدن د ډیرو وزن کنټرول ممکن د دې وژونکي ناروغۍ څخه لرې ساتلو کې مهم رول ولوبوي. څیړونکي وايي چې داسې قوي شواهد شتون لري چې چاغښت کولی شي لږترلږه ۱۲ ډوله د سرطان لامل شي.
ډیر متحرک اوسئ

په ورځني ژوند کې د فزیکي پلوه پلي ګرځېدل هم د سرطان خطر کموي، د بیلګې په توګه لږه  ناسته او تګ، کوم چې به تاسو سره مرسته وکړي لږترلږه د ۳ ډولونو سرطان څخه خوندي پاتې شئ. څیړونکي وړاندیز کوي چې تاسو دا هم عادت کړئ چې په اونۍ کې لږترلږه ۱۵۰دقیقې لپاره فزیکي فعال پاتې شئ او د ناستې وخت کم کړئ، کوم چې د بدن وزن کنټرولولو کې هم مرسته کوي.
صحي خواړه
ستاسو په رژیم کې د اجناسو ، سبزیجاتو ، میوو ، لوبیا ، تخمونو او مغزاتو مقدار لوړ کړئ او لږ غوړ استعمال کړئ.

د ګړندي خواړو څخه ډډه وکړئ
 
د لوړ غوړ خواړو څخه مخنیوی وکړئ ، په شمول د فاسټ فوډ او لوړ غوړ رژیمونه، د ورته رژیمونو محدودیت د کالوری کنټرول کې مرسته کوي، وزن په صحي کچه ساتي. د لوړ کالوري رژیمونو کارول، په ځانګړي توګه د لوړ غوړ خواړو څخه، د چاقۍ لامل کېږي.
د سره غوښې مصرف محدود کړئ
 
دا اړینه نده چې ستاسو د رژیم څخه د غوا یا وزې غوښه په بشپړ ډول له مینځه یوسي ځکه چې دا د اوسپنې اخیستلو عالي سرچینه ده، مګر د اعتدال پروسس شوي خواړو څخه ډډه وکړئ. د څیړنې له مخې ، په اونۍ کې له ۳۵۰ ګرامه سره غوښه د انسان لپاره کافي ده.
الکول او سګرټ څښل هم خطرناک دي
 
الکول هیڅکله د روغتیا لپاره ګټور ندي مګر یو خطرناک شیان چې هیڅکله باید د ژوند برخه ونلري. د دې په مخنیوي سره تاسو کولی شئ لږترلږه د ۶ ډوله سرطان څخه ځان وساتئ حتی د سرطان خورا کوچنۍ اندازه. د خطر زیاتوالي لپاره کافي دي په ورته ډول، سګرټ څښل یو څه دی چې باید بیان یې نکړي ځکه چې دا روغتیا لپاره څومره خطرناک دی او کیدی شي د سرطان ډیری ډولونه رامینځته کړي.
 
 
ژباړن: محمد مبین هڅاند