‎یوولس دوره د سولې خبرې اترې، خو برخلیک لا هم ندی څرګند!

د قطر په کوربه توب د یوه کال را پدېخوا د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغان سولې په تړاو خبرې روانې دي، پدې ترڅ کې تر دې دمه یوولس ځلې  ناستې ترسره شوې دي، ترڅو امریکا او طالبان له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او دلته د جګړې د کمولو یا درلو پر سر یوې پایلې ته سره ورسیږي خو تر دې دمه داسې ښکاري چې دا خبرې کومه جدي پایله نه لري او تر هر دور خبرو وروسته، ددې لړۍ لا نوره هم غزېږي او ورځ تربلې لا پسې اوږدیږي.

‎د 2018 کال په لومړیو کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په قطر کې د مېشتو طالب مشرانو تر مینځ په ناستو او خبرو اترو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې پر سر بحثونه روان دي چې مهم موارد یې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل، له القاعدې او نورو د دوی په خبره ترهګرو ډلو سره د طالبانو د مشرانو اړیکې پرې کېدل، له امریکا او افغان حکومت سره بندي د طالب مشرانو خوشي کیدل او په افغانستان کې د جګړې اور سړیدل ګڼل کیږي.

‎اوس د امریکایانو او طالبانو تر مینځ د خبرو اترو تر یوه کلن مزل وروسته، مهمه دا ده چې افغانان پدې پوه شي چې بالاخره به تر دومره خبرو او بحثونو وروسته په افغانستان کې سوله راشي که نه؟ او آیا دا سوله او اوربند به لکه اوس چې ښکاري یوازې له امریکا سره وي ؟  آیا د افغان وژنې روانه خونړۍ لړۍ به ودریږي که نه؟ دا او دې ته ورته نورې  ډېرې مهمې پوښتنې شته چې تر دې دمه یې ځواب افغانانو ته څرګند نه دی،چې پایله به یې څه وي او ددې جګړې ځپلې هیواد برخلیک به کومې خوا ته بیایي.

‎که د طالب او مریکا ترمنځ روانې خبرې اترې په دې مانا وي چې پایله به یې یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوه اوربند ټېنګښت او د جګړې ختمول وي نو دا هوکړه به افغانانو ته هېڅ کومه ګټه له ځانه سره و نه لري، بلکه د امریکا شل کلنه جګړه به لا پسې و غځيږي او افغانان به د داسې یوې  نامعلومې جګړې قربانیان وي چې د نورو لخوا پرې تپل شوې او د نورو دګټو لپاره به یو له بل سره په جګړه کې ښکېل وي او بې سرنوشته به پاتې وي.

‎د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو له ظاهري بڼې داسې انګیرل کیږي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته لېوالتیا نه لري او خپلې جګړې ته به دوام ورکوي خو په دې توپير سره چې کچه به یې را کمیږي یعنې که اوس لس ځانمرګي بریدونه کیږي وروسته به یې شمېره پنځو ته را ټیټیږي اما بیا به هم جګړه روانه وي، دا ځکه چې په ظاهره طالب مشرانو په خپلو خبرو کې تل پر دې ټینګار کړی چې ترهغې سولې ته غاړه نه ږدي تر هغې چې له افغانستانه په بشپړه توګه امریکایي ځواکونه نه وي وتلي او بل لوري ته امریکا بیا وایي چې تر هغې له افغانستانه نه وزي ترڅو چې افغانستان کې ترهګري په بشپړ ‌‌‌‌‌‌‌ډول له منځه لاړه نشي.

‎د طالبانو او امریکا ترمنځ د اوو دورو خبرو اترو په پای کې د دواړو لوریو شرطونو ته په پاملرنې سره دې پایلې ته رسیږو چې امریکا نه یوازې په افغانستان کې بلکې د همدې ستراتژیک موقعیت څخه په استفادې سره په سیمه کې چې د منځنی آسیا زړه بلل کیږي د خپل پوځي خضور او بقا لپاره تر یوې نا څرګندې اوږدې مودې په موخه خپل سرتېري په افغانستان کې پاتې کړي او د دې کار لپاره یې له پخوا نه سترې ا‌‌‌‌‌‌ډې او مرکزونه جوړ کړي په همدې توګه د طالبانو شرط هم له هېواده د امریکایي ځواکونو په بشپړه توګه وتل دي چې تر دې دمه یې هېڅ څرک نه لیدل کیږي. نو دې پایلې ته رسیږو چې امریکا په هېواد کې ترهګري او طالبان د امریکې شتون د جګړې دوام لپاره پلمه کوي او پدې توګه ګورو چې د جګړې دواړه لوري د افغان جګړې د اوږدیدو لپاره بهانه لټوي. 

‎اوس که راشو پر دې بحث وکړو چې امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک به عامو افغانانو ته څه ګټه ورسوي نو ځواب یې دا دی چې دا هوکړه لیک به امریکا ته دا چانس ورکړي چې د افغان جګړې په نامه له یوه خونړي ناورین څخه ځان په بریالی توب ځان وباسي او په غالب ګومان به په سیمه او د افغانستان په ګاونډ کې د خپلو ګټو د څار لپاره په افغانستان کې د خپلو څو پوځي اډو موجودیت پر طالبانو هم و مني. په پایله کې به امریکا نړیوالو او په تېره بیا خپلو اتحادیونو ته وویلای شي چې کومه جګړه د دوی له خوا پيل شوې وه، بېرته له جګړه ییزو لوریو سره د سولې په یوه تړون سره پای ته ورسیده په داسې حال کې چې افغانان به لا هم په ستونزو او ناخوالو اخته وي.

افغانانو ته هغه بحثونه او هوکړه لیک مهم دی چې له مخې یې په هېواد کې ریښتیني توګه سوله رامنځته شي، روانه بد مرغه جګړه ودرېږي او د افغانانو وژنه که د طالب په نوم وي او یا هم د حکومت په نوم وي بنده شي، ملکي وګړو ته شته خطرونه له منځه ولاړ شي او افغانان وکولای شي د امن په فضا کې ژوند وکړي او په ټوله کې دا هوکړه لیک په ټول افغانستان کې د یوې تل پاتې سولې د راتګ سبب شي، نه داسې خبرې اترې چې د افغان حکومت او عامو وګړو برخلیک په کې معلوم نه وي.