انګلېسي لېکنه (Writing) کې څلورسترې او عامې تېروتنې

۱- د زمانو بې اړتيا تبديلي Switching tenses unnecessarily: 
د انګلېسي ژبې زده کوونکي ډېری وخت چې دوی لېکنه کوي نو يوه ستره تېرونه يې د  زمانو بې ځايه کارونه يانې بې اړتيا د يوې زمانې پر ځای د بلې زمانې کارونه ده. دغه تېروتنه لوستونکي کنګس کوي او له لېکنې سم مفهوم نه اخېستل کيږي. 

دغه ستونزه داسې حال کړئ، چې که چېرې د تېر او يا هم د راتلونکي وخت يوه پېښه ليکلئ، نو هڅه وکړئ چې په تېره او يا هم راتلونکې زمانه کې پاتې شئ. هغه وخت زمانه تبديله کړئ، چې اړتيا وي او وخت تبديل شوی وي. 

۲- ډېر اوږده پراګرافونه Excessively long paragraphs: 
دا چې په يو پراګراف کې بايد څو جملې ولېکلی شي او پراګراف دې څومره وي؛ ځانګړی او ټاکلی رول نه لري. خو دا په ياد ولرئ چې ډېر اوږده پراګرافونه دا ستونزه رامنځ ته کوي چې لوستونکی به له لېکنې مفهوم نه شي اخېستلی. غوره ده چې په يوه A4 پاڼه کې لږ تر لږه دوه او ډېر تر ډېره پنځه پراګرافونه ولېکئ. 

۳- يوازې يو (امريکن يا برېټېش) املا يا Spelling پام کې ونېسئ Inconsistency in spelling style (UK/US English): 
امريکن او  برېټېش انګلېش د تلفظ او ګرامري اصولو سربيره په املا يا spelling  کې هم يو څه سره توپير لري. هڅه وکړئ چې په يو spelling يا برېټېش او يا هم امرېکن سره لېکنه وکړې. 
بېلګه: که امريکن انګلېش ليکئ نو رنګ په color او که برېټېش انګلېش لېکئ نو رنګ په colour سپېل ولېکئ. 

۴- د لېکنې مخاطب يا دويم او يا هم درېيم کس جوړ کړئ
مطلب دا چې په منظم ډول مخاطب ته لېکنه وکړې يا درېيم کس په اړه لېکنه وکړئ چې مخاطب يې ولولي. 
بېلګه:
لاندې بېلګه د مخاطب په ادرس غلته خو درېيم کس په ادرس سمه ده. 


I would argue that Smith’s (1992) research was biased as he was personally invested in the positive outcome of the results.