څړځايونه او اهمیت يې!

څړځای هغه ځای چېرته چې مالونه پکې د مړولو په نیت څرول کیږي او د مالونو لپاره د غذا د برابرونې لويه سرچینه ګڼل کيږي، څړځایونه د یوې طبیعي سرچینې په ډول انسانانو ته په واک کې ورکول شوي، ترڅو له  یادې سرچینې څخه د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ګټه پورته کړي، څړځايونه د ژوند په چاپیریال په تېره بیا ایکو سیستم کې د يوې پراخې ونډې درلودونکې منبع ده، چې د چاپیريال په تعادل ساتنه کې يې پوره رول لوبولی دی، په څړځايونو کې شته نباتات نه يوازې دا چې د خپلو ځانونو لپاره غذا برابروي بلکي د نورو ژونديو موجوداتو لپاره د غذا جوړونې دنده هم ترسره کوي، چې نور ژوندي موجودات يې بیا په مستقیم او غیر مستقیم ډول مصرفوي، نه يوازې دا چې څړځايونه يوازې د غذا د جوړونې دنده سرته رسوي بلکې د ژوند په چاپیريال کې د خورا ډيرو نورو ګټو درلودونکي هم دي.
 
څړځايونه د يوې نباتي ټولنې په ډول شتون لري، چې پکې بېلابېل نباتات او حیوانات استوګنه لري، دغه ګټوره طبیعي سرچینه د علوفه يي نباتاتو په شتون سره د مالونو د څرولو لپاره د مالدارانو د پام وړ ګرځیدلې، څړځایونه په لومړي سر کې ځمکه پوښوي او خاوره له تخریب څخه ژغوري، په څړځایونو کې د موجودو نباتاتو ریښې په خاوره کې ننوزي او خاوره له ځان سره ټینګه ساتي، چې په پایله کې يې اوبه، باد او نور طبیعي عوامل نه شي کولی خاوره په اسانۍ سره له خپل اصلي موقعیت څخه بې ځایه کړي، د څړځايونو په موجودیت سره دا ممکنه ده چې خاورې د تخریب  له هر ډول څخه خوندي وي، خو په نشتون کې یې بیا خاورې د تخریب کیدو له هر ډول ګواښ سره مخ وي.
 

 
څړځايونه د موسمي بارانونو د وریدو په وخت کې د وخشتناکو سیلابونو له راوتلو څخه مخنيوی کوي، دا ځکه چې په څړځایونو کې موجود نباتات د باران اوبه د خپلو فزیالوژیکي دندو د پرمخ وړلو په نیت مصرفوي، لکه څرنګه چې مخکې يادونه ورته وشوه ، چې په څړځايونو کې د موجودو نباتاتو ریښې په خاوره کې د نفوذ له وجې خاوره له ځان سره محکموي او د خاوریب د تخریب له عواملو څخه يې ژغوري، په همدې اساس د خاورې د ژغورنې سره د سختو سیلابونو له راوتلو څخه هم مخنیوی کیږي، خو که په يوه سیمه کې نباتات نه وو موجود په همغه سیمه کې د خاورې د تخریب سره سره د وخشتناکو سیلابونو د راوتلو  ډار هم وي، دا ځکه چې په شاړو او سپیرو ځمکو د بارانونو د وریدنې او یا هم د سختو بادونو د پیداکیدو په وختونو کې يې خاورې په اسانۍ سره تخریب کيږي او هم په دا ډول سیمو کې موسمي اورښتونه ځمکې ته په رسیدو سره لومړی خاوره تخریبوي او ورپسې تخریب شوې خاوره له اوبو سره د سختو سیلابونو د راوتو سبب کیږي.
 
څړځایونه د حیواناتو لپاره د غذا د برابرونې ستره سرچینه ګڼل کيږي، مالداران د خپلو حیواناتو د ساتنې او غذا د برابرونې لپاره له همدې لویې سرچینه ګټه پورته کوي، دا ځکه چې په څړځايونه کې ډیری داسې نباتات شتون لري، کوم چې د حيواناتو لپاره د حاص اهمیت او ګټې درلودونکي دي، په دې لویه  طبیعي سرچینه کې د علوفه يي نباتاتو شتون د مالونو لپاره ډير په زړه پوري دی، کوم چې د حیواناتو د محصولاتو په کفیت او کمیت پوره تاثير لري، په ډيری هېوادونو کې د مالدارۍ د پیاوړتیا لپاره څړځايونه د یوې خاصې پاملرنې وړ ګرځيدلي، همدا لامل دی چې مالداري يې پیاوړې، د کورنيو محصولاتو مقدار يې زيات، چاپیريال يې له ډول ډول ګواښونو څخه په امان، د عاید سطحه يې لوړه، د صاداراتو کچه يې زياته او په ټوله کې يې ټولنيزې، اقتصادي، کرنيزې او سیاسي موخې يې خوندي دي، پرمختللي او پرمختیایي هېوادونه د خپلو څړځايونو د دوامداره استعمال، ساتنې او له هغوی څخه د ګټې اخیستنې لپاره ځانګړي پلانونه، پالیسۍ او ستراتیژۍ لري، دوی په کوښښ کې دي، چې خپلې ټولې طبیعي سرچینې ښې مديریت کړي، ترڅو د دوی راتلونکي نسلونه يې د خپل ژوند د پرمخ بيولو لپاره وکاروي، دوی د خپلو طبیعي څړځايونو باوجود د مصنوعي څړځايونو جوړونې ته هم خاصه پاملرنه کړې.
 

 
په  افغانستان کې بيا د نا امنیو له وجې نه يوازې دا چې مصنوعي څړځايونه نه دي جوړ شوي، بلکې طبیعي څړځايونه هم له ستر ګواښ سره مخ دي، دا چې ياده سرچینه دولتي ملکیت هم دی، د زورواکو لخوا د دوی عصب، د مالدارانو له لوري د هغوی غيرفني استعمال، جګړو او وچکالیو ددې هېواد څړځايونه په پراخه کچه زيانمن کړي دي.
 
دا ښکاره ده چې ډيری څړځايونه بېلابېل ګټور او با ارزښته نباتات لري، چې په طب کې د خورا زيات استعمال وړ دي، موږ ویلي شو چې څړځايونه نه يوازې دا چې د حيواناتو لپاره غذايي مواد تهیه کوي بلکې د طب او صنعت لپاره لومړني او خام مواد هم برابروي، د څړځايونو د نباتاتو لومړني محصولات چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د حيواناتو او انسانانو تر استفادې لاندې راځي غني سرچینه بللی شو، دا ځکه چې په شتون سره يې مالداري پياوړي کيږي او د مالدارۍ د پیاوړتیا سره انسانانو ته د غذا برابرونې باوري سرچینه پیداکيږي.
 
څړځايونه د چاپیريال په پاک ساتلو کې پوره رول لوبوي، دا ځکه چې د څړځايونو نباتات د ژوندانه د پایښت لپاره اکسیجن تولیدوي، کاربن ډای اکسايډ جذبوي او هم دا ډول د هوا د ککړتیا په وخت کې هوا ته پورته شوی ګرد او غبار د دوی په شاخونو باندې لويږي او د اوږد وخت لپاره يې ساتلی شي، په ټوله مانا څړځايونه د چاپیريال د  پاک ساتلو پوره توان لري.
 
د چاپیريال ښکلا، ساعت تیري، د چاپيریال تعادل ساتنه، وخشي ژويو لپاره د اوسیدو ځای، د سون مواد تولید، د خاورې ساتنه، د مالدارۍ پراختیا، د سایلیج تولید، طبي بوټو تولید هغه نورې مهمې دندې دي چې څړځايونه يې سرته رسوي.
 
د هېواد طبیعي سرچینې په تېره بیا څړځايونه يوې سالمې ادارې او قوي مدیریت ته اړتیا لري، ترڅو د هېواد د ټولو طبیعي سرچینو د پراختیا، ساتنې او مدیریت لپاره ګټور پلانونه، پالیسۍ او ستراتیژۍ طرحه او پلې کړي، ځنګلونه، څړځايونه، اوبه، خاوره ،معادنونه او نورې طبیعي سرچینې چې په شتون سره يې ډيری هېوادونه تر لوړو پوړيو پورې رسیدلي دي، اړتیا ده چې د هېواد ټولې سرچینې هغسې مدیریت شي څه ډول يې چې اړتیا لیدل کيږي.