نړۍ لړزونکی شعار

دا هغه شعار دی چې څو کاله مخکې  وزیرستان ژڼکیو ورکړی او دا شعار د پښتنو په ټولو سیمو کې د لسګونو میلیونونو خلکو له خوا په پراخو غونډو کې بدرګه کړل شو.
 
دا شعار د افغانستان، سیمې او نړۍ د پاره ډیر اهمیت لري ددې شعار په عملي کیدو سره په سیمه  کې تروریزم ، کلونیالیزم او پنجاپی پاشیزم ختمیږي او یوه اباده سیمه را منځته  کیږي.
 
دا شعار  په لسګونو میلیونه  خلک ورکوي خو د کابل ارګ ورباندې غوږونه کاڼه کړي او د هغه د تکرار جرات نلري. یا په بله مانا د هغه د اوریدلو او ویلو څخه ډاریږي.
 
که حق دا و ، چې دا شعار د کابل چارواکو او سیاستوالو ورکړی وای. خو په تیرو اویاو کلونو کې د کابل ارګ ددې شعار څخه سترګې پټې کړی او تر ډیره یې هڅه کړیده چې د خپلو ملي ګټو د ساتلو څخه سترګې پټې کړي.
 
د جنوري په ۱۲ – ۲۰۲۰ د پښتونخوا د بنو په ښار کې په سلګونو زورو پښتنو (چې د کشمیر څخه نیولي، تر کویټه، کراچۍ، سوات او باجوړ) پکې ګډون کړی و ، ټولو په یو اتفاق د (لر او یو افغان) شعارونه ورکړل.
 
د پښتنو ستر مشر علی وزیر د وینا په ترځ کې وویل چې دوی دا نیت لري چې د ډیورینډ منحوسه  کرښه  له منځه یوسي او د هغه تارونه چې پنجاپیانو غزولي دي د پنجاپیانو غاړې ته  ور واچوي.
 
په دې ډول دوی د پنجاپی استعمار څخه د ازادی او د ډیوریند د منحوسې کرښې د منځه وړلو شعارونه ورکول. دا غونډه چې ځوانانو، د شهیدانو کورنیو، د ورکو کړل شوو کسانو په کې ګډون کړی و، یو ځل بیا نړۍ ته دا پیغام ورکړ چې: پښتانه ازاد هیواد غواړي.
 
په دې غونډه کې په سلګونو شمیر داسې ځوانان هم و ، چې د افغانستان بیرغ او نشان یی په خپلو ټټرونو لګولي او د پښتون ژغورنې خولۍ یې په سر کړي وې.
 
د افغانستان زیاتره برخه خاوره ، د ګاونډیانو په تیره بیا د پنجاپی استعمار په ولکه کې ده .دې مظلومو خلکو په  تیرو نږدې اتیاو  کلونو کې د پنجاپي استعمار په وړاندې  په میړانه مبارزه کړي  او  په دې لاره کې  یې په لسګونو زرو شهیدان  ورکړي دي د دوی کلی او سیمې د استعمارګرانو له خوا تباه او خلک  په بیرحمانه توګه سټ شوي دي.
 
د پنجاپي استعمار لاندې پښتنو او بلوڅو یوه شیبه مبارزه نه ده پریښي او په دې ډول یې د خپلې ازادی د پاره مبارزه جاري  ساتلی ده او د پښتونستان بیرغ یې اوچت ساتلی دی.
 
خو د کابل واکمنانو تل د انګریز او پنجاپستان تر ولکې  لاندې (افغانستان) پښتنو  او  بلوڅو په وړاندې د انګریزانو او پنجاپیانو د ظلمونو او تیریو څخه  سترګې پټې  کړي دي او کله وار یې کومه اشاره هم کړي ده هغه هم یې یوازې په پنجاپ باندې د سیاسي فشار د پاره اشاره کړي ده.
 
په تیرو څلویښتو کلونو کې پنجاپی  استعمار د خپل  واک لاندې د پښتنو او بلوڅو د ځپلو او په افغانستان کې د پښتنو د ځپلو د پاره د جګړې او تیرې منظم پلان  جوړ اوعملی کړ. کابل  ددې په ځای چې د اصلی تیري کونکي په وړاندې د ځانه مقاومت او دفاع وکړي د پنجاپ له خوا روانه جګړه یې په پښتني سیمو کې محدوده وساتله او په دې  ډول سره یې په غیر  مستقیمه توګه د پنجاپی  استعمار د ستراتیژي په عملی کولو کې ورسره  مرسته وکړه.
 
پنجاپی استعمار د افغانستان  په ضد جګړه په څلورو پړاونو کې عملی کړه:

  • د سردار محمد داود خان د جمهوریت په مهال
  • د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت په مهال
  • د کورنیو جګړو او طالبانو د واکمنی  په مهال
  • د حامد کرزی او اشرف غنی  د واکمنیو په  مهال
  • یو بل پړاو ....
  •  
    په دې څو پړاونو کې  پڼجاپستان خپلې ځانګړي  لاسته راوړنې درلودې چې هغه په لاندې ډول سره یادولی  شو:
     
    په لومړی پړاو کې  پنجاپ وکولی شول د کابل  حکومت د ننه  او د بهر څخه  بی ثباته کړي  او په  سردار محمد دواد فشار راوړي تر څو د پنجاپ په وړاندې د پښتنو او بلوڅو د حقوقو څخه  د دفاع له  مورچله  په شا شي.
     
    په دوهم پړاو کې ، پنجاپی استعمار خپلو تیریو ته مختلف نومونه او بڼې  ورکړې د شوروی اشغال ، کفر او نور. ددې  جګړو په  نتیجه کې پنجاپی استعمار د خپلو مزدورو کړیو په مرسته  وکولی شول د افغانستان دفاعی قوت په بشپړه توګه له منځه یوسي او دا دولت تر ټولو کمزوری دولت شي.
     
    په  دریم پړاو کې ، پڼجاپی  استعمار په افغانستان  کې  داخلی جګړو ته لمن ووهله او هغه د ایران په مرسته و کولی شول د خلکو  په منځ کې قومی دښمنی رامنځته  کړي او د جګړې  اور په ټول هیواد کې وغزوي او هم د نړی د ټولو برخو څخه تروریستان  راولي او په افغانستان  کې ځای  په ځای  کړي په دې ډول افغانستان یې د نړی دتروریستانو  په  ځاله بدل کړ.
     
    په څلورم پړاو  کې د پنجاپستان  جګړه چې د امریکا په ضد تر  پلمی لاندې پیل شوه په کابل  کې یې بیکاره چارواکو  په مرسته  په دې  پریالی شو چې د ډیورینډ په منحوسه کرښه اغزن تار ولګوی . د کرښې دواړو غاړو خلکو د پاره  پاسپورټ او ویزه جبري کړي.
     
    اوس د پنجاپ له خوا د افغانستان  په ضد د جګړې د پاره بل پړاو پیل کیږي دا چې دا پړاو  به څه ډول وي ؟ د کابل بیکاره ادارې یې هیڅ وړاندوینه  نه شي کولی. خو دا ثابته ده چې پنجاپستان ورته تیاري نیولي ده.
     
    د پنجاپستان د شر څخه د افغانستان د ژغورلو د پاره یوازې  او یوازې لار، د پنجاپستان د ولکې څخه د پښتنو  او بلوڅو خپلواکی  او ازادي ده. تر هغه پورې چې د پنجاپی استعمار  لاندې پښتنو او بلوڅو بشپړه خپلواکي تر لاسه کړي نه وي او د ډیورینډ منحوسه کرښه له منځه  تللی نه  وي تر هغه د کابل او پښتو او بلوڅو په ضد د پنجاپستان جګړه نه ختمیږي.
     
    نږدې یو کال کیږی چې په پښتونخوا کې د پنجاپی ظلم او استعمار په وړاندې سراسری پاڅون په یوه نوي بڼه  پیل شوی دی.دا پاڅون په سوله ایز ډول سره په مخ روان دی . چې په مقابل کې پنجاپی استعمار د پښتنو ځپلو ته د پخوا په شان دوام ورکوي . په لسګونو زره پښتانه په بندیخانو کې اچول شوي دی . هره ورځ پښتانه  فعالین او مشران په ښکاره او یا پټه توګه وژل کیږی.
     
    خو پوښتنه دا ده چې د ډیورینډ د منحوسې کرښې ها خوا پښتانه دا شعار ورکوي مګر  کابل ولې دا غیرت نلري چې دا شعار ورکړي . دا ښکاره خبره  ده چې کابل د پنجاپستان او تهران په وړاندې د سوڼ کولو غیرت هم نلري.
     
     همدا خبره ده چې نوموړی د پنجاپیانو د استعماري  پلانونو په وړاندې چوپ پاتې کیږی.   
    پوښتنه داده : چې د کابل  ارګ  ولې د ( لر او بر یو  افغان) شعار نه ورکوي ؟
    او یا دا کوم مجبوریت دی چې دا شعار نه شي ورکولی؟
     
    کله داسې شک پیدا کیږي چې د کابل ارګ د پښتنو او بلوڅو روا حقوقو ته شا کړي او په  پټه یې د پنجاپستان سره د ډیورینډ منحوسه کرښه منلي وي نو ځکه دوی د ( لر او بر یو افغان) شعار نه شي ورکولی.
     
    باید ووایو چې د ډیورینډ تورې کرښې له منځه وړل او د پښتنو او بلوڅو ازادي د افغانستان د خلکو د اساسی غوښتنو څخه دي او د ملي ګټو په توګه ګڼل کیږي.
     
    مګر د کابل ادارې  په تیرو اتلسو کلونو کې د ډیورینډ منحوسې کرښې د له منځه وړلو او د پښتنو او بلوڅو د ازادی د پاره یې د یوه ویښته سر اندازه هم کار ندی کړی. بلکې د هغو تیریو په وړاندې چې پنجاپستان یې د افغانستان  ضد تر سره کوي سترګې پټې  کړي دي.
     
  • پنجاپستان ( پاکستان  )  د ازادو قبایلو سیمه په رسمی توګه په خپل دولت کې  شامله  کړه چې د کابل حکومت ورباندې سترګې پټې کړې. په دې ډول پنجابستان د ډیورینډ کرښه د افغانستان په وړاندې د دواړو هیوادونو تر رسمي کړه.
  • د ډیورینډ د دواړو غاړو پښتنو د پاره یې ویزه او پاسپورټ جبري کړل او په دې ډول د پښتنو ترمنځ سیمو کې د پښتنو ازاد تګ او راتګ مخه یی ونیوله . مګر  بیا هم د کابل ارګ ورباندې چوپ پاتې شو.
  • د ډیورینډ په کرښه پنجاپیانو اغزن تار وغزوه مګر د کابل  غبرګون صفر و. په دې ډول پنجاپ  وکړای شول د پښتنو تر منځ د ازاد تګ او راتګ مخنیوی  وکړی.
  • پنجاپستان په منظمه توګه خپل پوځ او کوماندو په ملکی افغاني  لباسونو کې افغانستان ته رالیږی مګر په تیرو پنځلسو کلونو کې د کابل ارګ هیڅ غږ نه پورته کوي.
  • د کابل  ارګ د پښتونستان (ملي داعیه) هیڅ یادونه نه کوي  او حتی د پښتونستان بیرغ یې د پښتونستان واټ کې  لیرې کړی دی.
  •  
    اوس پوښتنه پیدا کیږی چې کابل د پنجاپستان په وړاندې دومره ولې په شا تګ کړی ، ښایی دلته مختلف عوامل وجود ولري خو دلته موږ هغه عوامل نه پلټو کوم چې د کابل اداره د ډیورینډ د کرښې په وړاندې کوټلي ګامونه نشي پورته کولی.
     
    تر ډیره د خلکو سره یو څو پوښتنې وجود لري:
  • د کابل  اداره ولې د ډیورینډ د منحوسې او تحمیلې کرښې په هکله نړیوالو ته شکایت نه کوي؟
  • ایا هغه دا مسوولیت نلري چې دا ملي داعیه د نړۍ او سیمې د خلکو او دولتونو سره شریکه کړي؟
  • ولې د پنجاپستان تر استعمار لاندې د خلکو د حقوقو څخه ملاتړ نه کوي؟
  • ولې د مظلومو پښتنو او بلوڅو د خپلواکۍ د پاره  ستراتیژي او پلان نلري؟
  • ایا د کابل ادارې مشر د پنجاپستان د کونسلګریو مخکې د خلکو ګڼه ګوڼه لیدلی ده . نو ولې د کرښې د دواړو غاړو خلکو د ازاد تګ راتګ په مخکې خنډونه نه  له منځه وړي؟
  • د کابل اداره په پیښور او کوټه کې کونسلګری ولې نه  تړي؟
  •  
    په تیرو پنځو کلونو کې د کابل ادارې هیڅکله د ډیورینډ د منحوسې کرښې دخلکو د حقوقو په وړاندې د مسوولیت احساس ندی کړی او نه یی د افغانستان د خلکو دې غوښتنې ته ځواب ویلی چې باید د ډیورینډ د کرښې په هکله باید منظم کار وشي.
     
    د کابل ادارې  تل زیار ایستلی چې د پښتنو او بلوڅو د خپلواکی د پاره د مبارزې څخه سترګې پټې کړي  او په دې ډول د پنجاپستان دحکومت سره اړیکي نورمالی وساتي.
     
    مګر د کابل اداره باید پوه شي چې هره ټولنه په مخ روانه ده او هیڅوک نه شي کولی د ټولنې د پرمختګ مخنیوی وکړي . محکوم اولسونه ازادي اخلي.
     
    په همدې توګه اوس د افغانستان خلک او پښتانه ویښ شوي دی. دوی په مخ روان دي کابل او اسلام اباد نشي کولی د پښتنو د ازادی بښونکی غورځنګ مخه ونیسی. اوس پښتانه (نارینه ، ښځینه  او ماشومان) ټول په یوه غږ سره د خپلو حقوقو غوښتنه کوي چې د هغه ښه مثال په دې وروستیو کې په بنو کې د جنوری غونډه ده. او د روان کال د فبروری په ۲ به په کویټه کې تر دې غټه د پښتنو جوړیږی او بیا دا شعار ورکول کیږی ( لر او بر ، یو افغان)
     
    اوس مهال راغلی چې د افغانستان خلک د ډیورینډ د ها غاړې پښتنو او بلوڅو سره خپلې مبارزې ته همغږي ورکړي. او دا غورځنګ د وخت په تیریدو سره ځواکمن کیږي.
     
    د خلکو د پاره ازادۍ ، یووالی  ، امنیت او عدالت مهم دی . اوس د ازادی ناره په ټوله پښتونخوا کې پورته ده او په یوه غږ سره د خپلو سیمو څخه د پنجاپستان د پوځونو او دولتی ادارو د وتلو غوښتنه کوي.
     
    د ملي ګټو څخه دفاع د ټولو خلکو او په تیره بیا د کابل د ادارې دنده  ده. دا چې د کابل اداره یوه بیکاره او ډارنه اداره ده او د پنجاپستان په وړاندې د ملي ګټو د خوندي  کولو جوګه نده او نشي کولی دا مسوولیت تر سره کړي نو ځکه خلک اړ دي چې په خپله لاس  په کار شي.
     
    اوس هغه مهال رسیدلی دی چې د کرښې دواړه غاړې خلک په میړانه سره د پنجاپستان له خوا غزیدلی تار ورټول  کړي او په دې ډول د دې  اولس تر منځ هر ډول خنډ د منځه یووسي. لکه چې د پښتون لوی مشر علی وزیر ورته اشاره  کړیده.
     
    په پښتون او بلوڅ اولس د ازادۍ لمر راختونکۍ دی اود ابادۍ پسرلۍ به بیرته راشي خو:
    وزیرستان ، د افغانستان په تاریخ کې یو ځل بیا خپل انقلابي رول ولوبوه هغه بیرغ چې وزیرستان د پښتنو د ازادی د پاره پورته  کړی هغه اوس په ټوله پښتونخوا رپیږي. مګر کابل د ډاره د خپلو ملي ګټو پوښتنه نه شي کولی.
     
    اوس هغه مهال را رسیدلی دی چې ټول افغان  اولس هم دا شعار تکرار کړي او ددې  شعار د عملی کیدو د پاره پراخه مبارزه پیل کړی.
    لر او بر، یو افغان