د ټافل (TOEFL) او آيلټس (IELTS) ترمنځ څلور اساسي توپيرونه (۲- برخه) 

د همدې لېکنې په لومړۍ برخه (https://rohi.af/news/82759)  کې  مو د ټافل (TOEFL) او آيلټس (IELTS) د ارزښت او کارونې توپيرونه او همدا ډول پېژندنه درته وړاندې کړه. د لېکنې په دويمه برخه کې د (TOEFL) او آيلټس (IELTS) څلور اساسي توپيرونه درپېژنو. 

۱- لوستنه Reading: 
- د ټافل په ازموينه کې د لېکنې په برخه کې له درېيو بيا تر پنځو مقالې وي. چې هره يوه يې شل دقيقې وخت لري. 

- په ايلټس کې يوازې درې مقالې وي او شل دقيقي وخت لري. د (TOEFL) او آيلټس (IELTS) دواړو د لوستنې د برخې مقالې علمي وي. 

۲- غوږنېونه Listening: 
- د ټافل د غوږنېونې په برخه کې له ۴۰ بيا تر ۶۰ دقيقو غوږنېونه يا Listening وي، چې وروسته يې په اړه څو ځواب لرونکې کې پوښتنې بايد ځواب شي. 

- آيلټس کې د غوږ نېونې يا Listening برخې وخت نه وي څرګند او پوښتنې تر ډېره د غوږنېونې پر وخت کې ځوابيږي. 

۳- لېکنه Writing: 
- ټافل کې دوه لېکنې پر کمپيوټر ټايپ کيږي. لومړۍ  لېکنه پنځه پراګرافونه وي چې  له ۳۰۰ تر ۳۵۰ کلمو کې لېکل کيږي او دويمه لېکنه له ۱۵۰ بيا تر ۲۲۵ کلمو پوري وي. دويمه لېکنه integrating  وي، مطلب دا چې د غوږنېونې او لوستنې برخو له اخېستل شوې نوټونو لېکل کيږي. 

- آيلټس هم دوې لېکنې لري، چې لومړۍ يې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ کلمو وي او دويمه لېکنه بيا د انځور، چارټ او ګراف په متن خلاصه کول وي. 

۴- خبرې کونه Speaking: 
- ټافل کې پرې يوې کوچنۍ محاورې شپږ پوښتنې کيږي چې هر پوښټنه له ۴۵ بيت تر ۶۰ ثانيو وخت کې ځواب او رېکارډ کيږي. ټافل کې د Speaking برخه شل دقيقې وي. 

- آيلټس کې د Speaking برخه له ۸ بيا تر ۱۲ دقيقو وي. آيلټس Speaking له لارښوونکي استاد سره مخامخ کيږي او د ټافل په ډول رېکارډ کيږي نه. 
 
ځيني نور مهم توپريونه: 
- د ټافل د ازموينې وخت درې ساعته وي خو د آيلټس د ازموېني وخت دوه ساعته او ۴۵ دقېقې وي. 

- نړۍ کې د ټافل د ازموينې ۴۵۰۰ مرکزونه دي او د آيلټس ۹۰۰. 

- د ټافل د ازموينې فيس له ۱۶۰ بيا تر ۲۰۰ امريکايي ډالر وي، خو د آيلټس د ازموينې فيس يو او بل هېواد او تر دې چې د يو هېواد دننه توپير کوي او د ۲۰۰ امريکايي ډالرو شااوخوا وي. 

- د ټافل نمبرې له ۰ تر ۱۲۰ پوري خو په آيلټس کې د هرې برخې نمبرې له ۰ تر ۹ پوري وي.