
روهي (نۍ/۲۱ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ د ايران د قدس ډلې د پخواني مشر جنرال قاسم سليماني د وژل کېدو په اړه تازه څرګندونې کړې دي او ويلي دي چې ياد کس د امريکا لپاره يو ګواښ وو.
ټرمپ وايي چې سليماني پلان درلود چې د منځني ختيځ په شمول د نړي په يو شمېر هېوادونو کې د امريکا متحدو ايالتو سفارت خونې او قونسلګرۍ په نښه او بمي چاودنې په کې وکړي.
ټرمپ خبريالانو ته ويلي چې په ډاډ ويلی شم چې ده (جنرال قاسم سليماني) بغداد کې د امريکا متحدو ايالتو پر سفارت خونې د بمي چاودنو او بريد پلان هم درلود.
ټرمپ له دې وړاندې ويلي وو، چې قاسم سليماني يو خطرناک ترهګر، ځناور او د امريکا دښمن وو چې بايد له دې وړاندې وژل شوی وای.
د جنرال قاسم سليماني له وژل کېدو وروسته سيمه او په ځانګړې ډول منځني ختيځ کې د يو نوی بحران په اړه اندېښنې راپورته شوې دي؛ د تهران او واشنګټن اړيکې د بل هر وخت په پرتله تر ټولو ډېرې کړکېچنې شوې دي.