
روهي (جمعه/۲۰د مرغومي)، د عراق چارسمبال لومړي وزير عادل عبدل المهدي د امريکا متحدو ايالتو بهرنیو چارو وزير مايک پمپيو سره په ټيلفون خبرې کړې او له نوموړي يې غوښتي چې خپل پوځيان له عراق وباسي.
د عراق د لومړي وزير دفتر په يوې نشر شوې خبرپاڼه کې ويلي دي، چې لومړي وزير له مايک پميپو غوښتي چې يو هيت راولېږئ او په ترڅ کې يې له عراق خپل پوځيان وباسي.
عادل عبدل المهدي د عراق خاوره دننه د امريکا بې پېلوټه الوتکې بريد چې پايله کې يې قاسم سليماني ووژل شو او همدا ډول د ايران له خوا عراق کې د امريکا پوځي اډو په نښه کول، د عراق ملي حاکميت ته ګواښ وبلو.