ټېک ټاک (TikTok) اوس مهال ۷۵ مېلېارده ډالر پانګه لري 

ټېک ټاک (TikTok) اوس مهال ۷۵ مېلېارده ډالر پانګه لري 
روهي (پنځه نۍ/۱۹ د مرغومي)، چينايۍ ټولنيزه کمپني TikTok چې د موبايل آپلېکېشن له لارې فعاليت کوي، په تېرو څه کم دوه کالونو کې يې تر ۷۵ مېلېارده ډالر پانګه خپله کړي ده. 

د ټېک ټاک لو جوړېدو بيا تر نن يو نيم مېلېارد کسانو دغه آپلېکېشن راښکته کړی يا ډوانلوډ کړی دی. اوس مهال ۵۰۰ مېلېونه فعال کارن لري. 

ټېک ټاک وکولی شول چې د يو نيم مېلېارد ډاونلوډ سره د فېسبوک، انسټګرام او ټوېټر ريکارډونه مات کړي دي. ټېک ټاک په ۲۰۱۸ کال کې يو چينايي وګړي جوړ کړ.