
روهي(څلورنۍ/۱۸ د مرغومی)، د ایران رسنۍ وايي، عراق کې د امریکا پر دوو پوځي اډو برید د دغه هېواد د پوځي جنرال قاسم سلیماني په غچ کې شوی دی. په عراق کې د امریکايي پوځ پر دوو اډو د ایران د بالستیک توغندیو له برید وروسته نړیوال بازار کې د تیلو بیه لوړه شوه.
د تېلو بیې د ۴،۵ سلنه پورته کېدو سره اوس په اسیايي مارکېټونو کې یو بیلر یا بېرل تېل په ۶۵،۶۵ ډالر دي، هغه هم له دې وېرې چې دا پېښه ښايي له منځني ختیځ د تېلو لېږد خراب کړي.
ایران په تېر کې بیا بیا ویلي که له امریکا سره یې ټکر راشي هورمز تنګی به وتړي.
دا تنګی د خلیج او عمان سمندرګي ترمنځ نرۍ اوبلار ده او د عرب خلیج د غاړې هېوادونو پاموړ تېل له دې تنګي نړیوال بازار ته لېږدول کېږي.
پرامریکايي اډو د ایران په برید پسې د سرو او جاپاني ین بیه هم پورته شوې ده.
په دا مهال د ونډو نړیوال بازار هم لږ غورځېدلی دی.
که څه هم امریکا وايي پوځیانو ته یې مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د سپاه پاسدران یوې سرچینې کورنیو رسنیو ته ویلي، په دې برید کې "نږدې ۸۰ امریکايي پوځیان" وژل شوي دي.