
روهي(دوه نۍ/۱۶ د مرغومی)، امریکا کې راتلونکې اوونۍ د تکنالوژۍ او کار موندنې په تړاو یو لوی نندارتون جوړېږي، چې په دې نندارتون کې اېوانکا ټرمپ ته د وینا بلنې پر خواله رسنیو سخت غبرګونونه را پارولي دي. یو شمېر خلک وایي، په امریکا کې ګڼ شمېر نورې داسې ښځې شته چې هم په تکنالوژۍ او هم په راتلونکي کې د کارموندنې پر لارو چارو تر اېوانکا ټرمپ ډېرې ښې پوهېږي. دوی وایي، دې نورو ښځو ته هېڅکله هم په داسې یوه لوی نندارتون کې د وینا بلنه نه ده ورکړل شوې، خو د ولسمشر ټرمپ لور، سره له دې چې دې برخه کې هېڅ پوهه نلري، د نندارتون ځانګړې مېلمنه ده. خو د سي اي اېس په نامه د دې لوی نندارتون سمبالوونکی ګري شپیرو وایي، اېوانکار ټرمپ لوی کارونه کړي دي او نندارتون کې به پر دې غږېږي چې په راتلونکي کې د کار موندنې بازار له کومو ستونزو سره مخ کېدلی شي. اېوانکا ټرمپ د کارموندې په چارو کې د خپل پلار ولسمشر ډونلډ ټرمپ سلاکاره هم ده، او ټاکل شوې ده چې د جنورۍ پر ۷مه نېټه دې نندارتون ته وینا وکړي. خو د نندارتون سمبالوونکي دا روښانه نه کړه چې اغلې ټرمپ ته یې پخپله خوښه بلنه ورکړې، او که په دې برخه کې د سپینې ماڼۍ لخوا ورنه هیله یا غوښتنه شوې وه. په امریکا کې د تکنالوژۍ د کاروونکو ټولنې ویلي، اېوانکا ټرمپ ته د وینا بلې خواشیني کړي دي. په تېرو څو ورځو کې پر ټوېټر هم سلګونو کسانو په دې اړه خپله ناخوښي څرګنده کړې ده او له نندارتون سره د پرېکون اعلان یې کړی دی. ځينو یې لیکلي، د ټرمپ لور یې له تکنالوژۍ سره څه کار؟ هغه په دې اړه هېڅ نه پوهېږي.