د افغانستان سينما مشهور فلمي لوبغاړی قادر فرخ تېره شپه د زړه ناروغۍ له امله په ترکيه کې ومړ

روهي(دوه نۍ/۱۶ د مرغومی)، د افغانستان سينما مشهور فلمي لوبغاړی قادر فرخ تېره شپه (۵ جنوري) د زړه ناروغۍ له امله په ترکيه کې ومړ. نوموړی چې په کابل کې زيږېدلی و ۷۳ کاله عمر يې درلود. ښاغلي فرخ له نژدې نيمې پېړۍ راهيسې په بېلابېلو کورنيو، بهرنيو فلمونو او تياتر کې رول لوبولی و، د ده د فلمونو څخه يو د هاليوو کايټ رنرز دی چې د افغان ليکوال خالد حسيني پر ناول جوړ شوی دی. ښاغلي فرخ د فلمونو او تياتر تر څنګ په راديو او تلويزيون کې هم ګڼ رولونه لوبولي دي چې د هغو له جملي څخه د بي بي سي نوي کور نوي ژوند کې د ملک ادام خان رول د يادولو وړ دی. د افغان فلم پخوانی مشر انجينير لطيف احمدي د ده مړينه افغان سيمنا ته يوه لويه ضايعه بولي او وايي تشه به يې په اسانۍ ډکه نشي. پلار يې فرخ اقندي د افغانستان د موسيقۍ له مشهورو څېرو څخه و. دغه افغان هنرمن په نادريه ليسه کې د زده کړو له بشپړولو وروسته د تياتر په برخه کې زده کړې کړې وې. د افغان فلم مشرې صحرا کريمي پر خپلې ټوېټر پاڼې د نوموړي پر مړينه خواشيني ښودلې ده.