د بلوچستان مرکز کوټه کې داسې نندارتون جوړ شوی چې له مختلفو اړخونو توپیر لري

روهي(دوه نۍ/۱۶ د مرغومی)، د پاکستان سترو ښارونو کې کله کله په یوه بله پلمه نندارې جوړېږي، خو د بلوچستان مرکز کوټه کې داسې نندارتون جوړ شوی چې له مختلفو اړخونو توپیر لري. دا دوه ورځنی نندارتون د حکومتي یا ناحکومتي ادارې په ځای هغو کسانو چې له لرغونتوکو سره مینه لري او هم هغو سوداګرو جوړ و چې دا توکي پېري او پلوري.د دې نندارتون یو جوړوونکی محمد زمان وايي، خلک پر پخوانیو توکو نه پوهېږي، ځکه یې ارزښت او قدر هم ور سره نشته: "د نندارتون موخه خلکو کي دا شعور پیدا کول دي چې پخواني توکي قېمتي دي او باید ویې ساتي".د ښاغلي زمان په خبره، دې نندارتون ډېر توکي له سلو کلونو پخواني دي.بلو چستان د دریو تمدونونو- بدهمت، ګندهارا او اسلامي کلتور- ځای پاتې شوی چې له امله یې د پخوانیو او لرغونتوکو له مخې د نړۍ یوه بډایه سیمه ده. د نندارتون جوړوونکی مصدق صدیق دعوه کوي چې د بلوچستان ډېر لرغوني توکي غلا یا قاچاق کېږي د هغه خبره ده، چې که دې توکو ته ښه مارکېټینګ وشي، نو د غلا او قاچاق مخه یې نیول کېږي. مصدق صدیق زیاتوي، بلوچستان کې ګرانبیه ډبرې هم ډېرې دي.دې نندارتون کې هم د بروکایټ په نوم هغې ډبرې د خلکو پام خپل کړی و چې خاران ضلع یا ولسوالۍ کې موندل کېږي او د ښکلا له امله نړۍ کې ډېر مینوال لري