
روهي(دوه نۍ/۱۶ د مرغومی)، د ایران پلازمېنې تهران کې ګڼ شمېر کسان د القدس ځواک د وژل شوي قومندان جنرال قاسم سليماني جنازې لپاره لارو کوڅو ته راوتلي دي. د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي پخپله د جنازې د لمانځه امامت وکړ، او په ژړا ولیدل شو. جنرال سلیماني تېره جمعه د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر په بغداد کې په یوه ډرون برید کې ووژل شو. ایران خبرداری ورکړی دی چې د نوموړي د وژنې سخت غچ به اخلي. تهران پرون یکشنبه اعلان وکړ چې نړیوالې ټولنې سره د ۲۰۱۵ کال له شوي اتومي تړونه هم په شا کېږي. په ایران کې جنرال سلیماني ته د یو اتل په سترګه کتل کېدل او په دې هېواد کې له مذهبي مشر ایت الله خامنه اي وروسته دویم تر ټولو ځواکمن او با نفوذه کس بلل کېده. نوموړي په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد جګړه کې مهم رول درلود او د ایران پلوه ملیشو په لیکو کې یې هم نفوذ درلود. خو امریکا هغه ته د یو ترهګر په سترګه کتل او ولسمشر ټرمپ یې له وژنې وروسته وویل چې جنرال سلیماني پر امریکایي پوځیانو او دیپلوماتانو د نورو بریدونو پلان درلود. ګڼو خلکو د جنرال سلیماني تابوت ته اوږه ورکوله، نورو یې عکسونه په لاسونو کې اخیستې وو او د "مرګ پر امریکا" شعارونه یې ورکول. د جنرال سلیماني لور زینب سلیماني امریکا ته ګواښنه وکړه چې یوه توره ورځ پرې را روانه ده. نوموړې د امریکا ولسمشر ته وویل، "لیونیه ټرمپه! فکر ونکړې چې زما د پلار له شهادت سره کیسه ختمه شوه".