امریکا کې یوې ترافیکې پېښه کې ۶۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

روهي( دوه نۍ/۱۶ د غبرګولي )، د امریکا د پنسلوانیا ایالت په ماونت پلزنت ښار کې په یوه لویه ترافیکي پېښه کې ۶۵ کسانو ته مرګ ژوبله پېښه شوې ده، چې ۵ کسان په کې وژل شوي او ۶۰ نور بیا ژوبل دي.
 

د روېټرز خبري اژانس له قوله پېښه وروسته تر هغه خونړۍ شوه چې یو بس له بل مسافر وړونکي موټر سره ټکر وکړ.
 
وروسته څو نور موټر هم پرلپسې پر سړک پرتو موټرونو سره ټکر شوي دي او له امله یې د مرګ ژوبله کچه لوړه شوې ده.