
راپور: محمد مبین هڅاند روهي( دوه نۍ/۱۶ د غبرګولي )، په سیمه کې د قانون او نظم د وضعیت په اړه د دواړو بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ مفصل بحث ترسره شو.
پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سیمې د وضعیت په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره اړیکه ونیوله.
د ایکسپریس نیوز په وینا ، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره ټیلیفوني اړیکه وکړه ، چې په کې د سیمې د قانون او نظم د وضعیت په اړه تفصيلي خبرې د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ وشوې.
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم سعودي عربستان ، ترکیې او د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو سره په ټیلیفون خبرې وکړې او په سیمه کې وروستیو پېښو یې اندیښنه څرګنده کړه او له ښکېلو خواو څخه یې وغوښتل چې په سوله ییزه توګه خپلې شخړې پای ته ورسوي.
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې پاکستان به په هیڅ سیمه ییز شخړه کې برخه وانخلي او اجازه به ورنکړي چې خپله خاوره د بل چا په ضد وکاروي.