د جنرال قاسم سلیماني لور زینب سلیماني ګواښ کړی دی چې د

روهي(یوه نۍ/۱۵ د مرغومی)، د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د وژل شوي مشر جنرال قاسم سلیماني لور زینب سلیماني ګواښ کړی دی چې د "پلار وینه به یې ضایعه" نشي. زینب سلیماني د یکشنبې په ورځ (جنوري۵) د المنار تلویزون سره چې د ایران له ملاتړه برخمن دی، په ځانګړې مرکې کې وویل: "متحده ایالتونه باید په دې پوه شي چې زما د پلار وینه به نه ضایع کیږي. (ناولی) ولسمشر دونالډ ټرمپ زما د پلار لاس ته راوړنې نشي ختمولی." له المنار تلویزون سره په خپلې لنډې مرکې کې زینب سلیماني دا خبره هم وکړه چې ولسمشر ټرمپ دومره زړور نه و چې "زما پلار ته مخامخ درېدلی وای،" هغه یې له لېرې په میزایل وواژه. هغې وویل: "مطمینه یم چې د حزب الله مشر حسن نصرالله به زما د پلار د مرګ غچ واخلي." د پنجشنبې په ورځ امریکایي ډرون الوتکو د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د ایران قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني وواژه، امریکایي چارواکي هغه په سیمه کې د امریکایانو په وژلو او نا امنیو په پارولو تورنوي. ولسمشر ټرمپ هغه تر ټولو لوی تروریست بللی دی. د هغه مړی هم تهران ته رسول شوی دی چې خاورو ته وسپارل شي. اخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د حکومت مشران راټولیږي چې له اتومي تړون څخه د وتلو پر لارو چارو وغږیږي.د اسوشیتډپرس د راپور په اساس د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي خبریالانو ته ویلي دي چې له تړون څخه د ایران د وتلو اقدام به تر "پلان شوي اقدام ډېر لوی" وي خو نور جزییات یې ورنکړل.