
راپور: محمد مبین هڅاند روهي( یوه نۍ/۱۵ د غبرګولي )، جاوید امیرخېل په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې هنري ژوند جالبې خاطرې لري، کله کله مې زړه غواړي چې یوه نیمه درسره شریکه کړم.
ماته یوه جالبه خاطره د خپل تخلص ده. زما تخلص (امیرخیل) دی، خو زیاتره ملګري مینوال او په رسنیو کې راته د مرکو پر وخت دوستان (امرخیل) وایي.
زه یې بیا هلته ویلی هم نه شم چې (امیرخیل) یم او زما د نه ویلو له امله دا موضوع همداسې پاتې شي.
هغه زیاته کړې زه په دې پوهېږم چې موږ ټول د یوه افغانستان، یو ملت یو، خو دلته لنډ وضاحت د دې لپاره کوم چې همدغه پوښتنه به زموږ نورو دوستانو سره هم وي.
امیرخیل د لویې پکتیا د ځاځي آریوب په غېږ کې پروت زموږ د کلي نوم دی او دا کلی زمونږ د مرحوم نیکه امیرخېل بابا له نومه اخیستل شوی دی.
امرخیل د یوه لوی قوم نوم دی چې په وردګو، ننګرهار، بامیانو او نورو ځایونو کې اوسېږي.
زه د امرخیلو په ګډون د ټول افغانستان (امیرخیل) یم.