راپور: محمد مبین هڅاند روهي( یوه نۍ/۱۵ د غبرګولي )، عرفان پټان ، د هندوستان د کرکټ ملي ټیم نامتو تېز بالر ، د کریکټ ټولو ډولونوڅخه خدای پاماني وکړه.
د کرک انفو پاڼې د راپور له مخې عرفان پټان چې د نړیوال شل اوریز جام لومړی اتل و ، پرېکړه یې وکړه چې له اوږدې مودې راهیسې له پامه غورځولو وروسته له کرکټ څخه تقاعد کوي.
عرفان پټان وویل ، 'زه پوهیدم چې له ۲۰۱۶ م کال وروسته به زه و نه شم کړای چې نړیوال کرکټ ته راستون شم'.
هغه د هندوستان د کرکټ ټیم غوره کونکو ته په اشارې سره وویل چې سید مشتاق علي د ټرافي ۲۰۱۵ـ۲۰۱۶ فصل کې ترټولو لوړ او غوره لوبغاړی او غوره آل راونډر زه وم ځکه ما ترټولو ډېرې ویکټې اخیستې وې، خو بیا هم زه په ملي ټیم کې نه و ټاکل شوم.
عرفان پټان وویل ، 'خلک خپل کیریر په ۲۷ کلنۍ یا ۲۸ کلنۍ کې پیلوي او د ۳۵ کلنۍ پورې لوبیږي خو کله چې زه ۲۷ کلن وم ، په نړیوال کرکټ کې مې ۳۰۱ ویکټې ترلاسه کړې وې.
مشهور آل راؤنډر وویل ، "ما کاش ۵۰۰ یا ۶۰۰ ویکټې اخیستې وای خو داسې ونه شول.
عرفان پټان چې خپله لومړۍ درجه کیریر یې په ۲۰۰۰ کال کې له بروډا څخه پیل کړ ، د ۲۰۰۳ کال په نومبر کې نړیوال کرکټ ته معرفي شو ، کله چې هغه په لاهور کې د بنګله دیش خلاف د ۱۶ رنزونو ورکولو سره ۹ ویکټې واخیستې دا وخت هغه په ۱۹ کلن لوبډله کې و.
وروستي