زموږ نړيوال تاريخي ناپېيلتوب او ګاونډيتوب ته بايد درناوی وشي

اتمر و کرزی سليماني شهيد، ټرمپ يې نړيوال ترهګر، خو د نبيل په اند هغه سيمې ته يو ګواښ وو
د افغان فاطميون، زينبيون، حيدريون او حسينيانو ډلې يې جوړې کړې وې. له پخواني واوسني حکومت سره يې هم پاللـه، خو له طالبانو سره يې هم يارانه لرله. د کرزی يې سوله ييزه څېره بولي، خو له طالبانو سره يارانه يې بيا سوله ييزه څېره باندې سيوری پرېباسي
 
له طالب او نورو خطرناکو ډلو سره يارانه اخر وخيم عواقب لري. امريکا هم نړيواله زوروره ده او ايران هم سيمه ييز زورور دی. د يو ښه نيت په خاطر به دا ښه وي چې زموږ ګاونډی او سيمه ييز زورور له نړيوال زورور سره له بېځايه لاس اچونې او له بېځايه نامناسب حرکتونو نه نور ځان وساتي. د يو سليماني لپاره بايد ټول ايران د بلا خولې ته ورنه کړي. دواړه لوري دې د لا زغمه کار واخلي او شته ستونزې دې د خبرو او سوله ييزو لارو چارو حل کړي.
 
پاملرنه : د ايران د قدس څانګې پورې او د يو لوی درستيز په توګه په عراق کې او هلته بيا له ځان سره د لبناني او د سوريايي اتباعو ګرځونه او په بغداد کې د عراقيانو راپارونه د امريکا د سفارت پر ضد ناسمې کړنې دي. همدرانګه د انډيا ټوډی پر بنسټ د طالبانو په روزنه او پړسونه کې مرسته او يارانه خطرناکې لوبې دي. د يو ګاونډي په توګه موږ د ((مجاهدين خلق)) سره مرسته نه ده کړې، نو له طالب سره مرسته کول د ټولو نړيوالو او  د ګاونډيتوب له اصولو سرغړونه کړې. په يو بل ګاونډي درېيمګړي هېواد عراق کې امريکا ته زور ښوونه او د اسرائيلو، سعودي او نورو ملاتړيو ته يې ګواښنې ناسمې کړنې وې. ولسمشر کرزی بايد د فراه بېثباتونه او د سلما بندونه او د اهل تشيع وروڼو کارونه په سوريه کې له پامه ونه غورځوي.
 
متل:
بد چې ګرځې بد به پرځې!
يا:
په خطرناکو سوړو کې ګوتې (لاس) وهل اخر سړي ته بلا کيږي او ترې چيچل کيږي.
د رسنيو پر بنسټ چې نوموړي شپاړس زره افغانان ”اهل تشيع وروڼه“ په دغه پورته څلورو ياد شويو لېواو کې د اسد د رژيم په ګټه کارول چې دا يې ښه کار نه وو او افغانان يې بايد له دغې لوبې ساتلی وی، خو د ټولو نورمونو خلاف يې افغانان په سوريه کې د مذهب په نامه د اسد له رژيمه د دفاع لپاره وکارول. 
 
يوه سترګه چې ووځي، نو پر بله دې سړی پام وکړي يا په بله مانا لاس کښېږدي چې ونه وځي.
 
د تجربې او مخينې له مخې د ايران روحاني مشر او نور چارواکي يې زموږ تر ولسمشر اوځينو نورو پورې له هر اړخيز پلوه پوه او هوښيار دي.
 
روحاني مشر په دې پوه دی چې له واکه د شاه په پرځونه او د پلار په راتګ يا په بله مانا د پلار په واک ته رسولو کې يې امريکا د برتانيا، فرانسه او کاناډا په مرسته وملاتړ کې لاس لرلو. دا چې وروسته سياست څنګه آخوا دېخوا ته کوږ او يا د امريکا او ملاتړيو په ګواښنه او سرخوږۍ تماميږي، نو بيا دې دېته هم وګوري چې د عراق، افغانستان، ليبيا او نورو څه حال شو؟
 
هر هغه ناوړه حرکت به يې نه يوازې د سر په بيه، بلکې د هېواد په درنه بيه پرېوځي. زموږ د مشر ملا صاحب ملا محمد عمر او يا د پخواني ولسمشر وامثالهم چې ځانونه يې د نورو يعنې اسامه و مشرف لپاره تباه و برباد کړل. هماغه ياران پرې نن بد وايی، بلکې هماغه مشرف د طالبانو پر وړاندې ودرېده او دوی يې له واکه لېرې کړل، خو بيرته يې يارانه ورسره د چين و روسيه او نورو سيمه ييزو لوبغاړو په پار شروع کړه او د هغوی لاسونه يې دلته رااوږده کړل. ولسمشر کرزی بايد دا له پامه ونه غورځوي چې پاکستان په لوی لاس د روسانو لاس بيرته رااوږد کړ . وزيرستان او خوست پورې اړوندو سيمو کې يې وګرځول، خو بيا يې امريکايان هم همغې سيمې ته يووړل. اکوړې ته راغلل او له اکوړې راولپينډۍ ته لاړل او په پېښور کې يې ورته قونسلګري خلاصه کړه. زموږ خانزاده ولسمشر چا واک ته ورساوه؟ ولې يې د امريکا وپاکستان په نه پېښېدونکي جنګ کې د ملاتړ غږ پورته کړ او نن د چا لپاره څوک غندي؟
مقتدی صدر ته پته شته چې د پلار د غچ اخېستنې لپاره پرې چا ګوتې ووهلې او څنګه يې رام کړ؟ او دا پته هم ورته شته چې په پلار يې چا ګوتې وهلې وې او د صدام حسين پر ضد يې پارولی وو؟
 
پخوانی ولسمشر او ورسره ياران يې له اتمره نيولې تر عبدالله، نور، رباني، پدرام او داسې نورو پورې د طالبانو په شمول دا هم بايد له ياده ونه باسي چې :
 
General Soleimani had helped US upstage Taliban in Afghanistan post-9/11
Iraqis had dubbed General Soleimani as "the goat thief" during Iran-Iraq war. He had helped the US with specific intelligence about Taliban forces after 9/11. But he was soon to be declared an enemy national by the US.  
Though the US and Iran did not have a diplomatic relation after 1980, this did not stop Soleimani to cooperate with the US, when it sought assistance against Taliban and Al-Qaeda.
 
The US wanted to punish the perpetrators of 9/11 while Soleimani wished to punish Taliban because they had targeted Shia Afghans.
 
A series of meetings between the US officials and negotiators named by Soleimani was held, beginning with the one in Geneva days after 9/11 attacks. By the start of October 2001, Soleimani was said to have got irritated with the delay in US attacks on Taliban.
 
In one of the meetings in early October 2001, Soleimani's negotiators "threw" a map at the US officials telling them "attack here first", "attack there then" and "attack here next". The US officials kept the map, and on October 7 bombings began on Taliban installations.
 
In three years' time, a US-backed government took over the reins of power in Afghanistan though Taliban continued to exert pressure in certain areas of the country. During these years, Osama bin Laden fled Afghanistan and took refuge in Pakistan. In 2011, the US commandos killed Osama bin Laden in a special operation in Pakistan's garrison town Abbottabad.
 
Soleiman had the credit to show the US forces a pathway to take on Taliban and Al-Qaeda. However, only three months after the US began bombing on Taliban, then President George Bush clubbed Iran in the axis of evil, turning Soleiman an enemy of the US.
 
In April 2019, the Trump administration declared Iranian Revolutionary Guard and Quds Forces terrorist outfits calling for action against people associated with the forces.
 
ديپلمات ايراني همکاري ايران و آمريکا در حمله به افغانستان را تائيد کرد استانبول / خبرګزاري اناتولي
محمد خاتمي :
گفتنی است حمله آمريکا به افغانستان در سال 2001 صورت گرفت.محمد خاتمی، رئيس جمهور سابق ايران در آن مقطع در مصاحبه‌ای با «بی‌بی‌سی» گفته بود: ((طالبان دشمن ما است. امريکا هم احساس می‌‌کرد طالبان دشمن ما است و سرنگونی طالبان در درجه اول تأمين کننده منافع ايران بود.))
[[زموږ د پخواني ولسمشر او اړونده سياستوالو او طالبانو څرګندونې او دغه پورته خبرو  قضاوت به ولس او خپله دوی ته پرېږدو.]]
 
زما په اند علي لارنجاني او جواد ظريف چې له امريکا سره يې د ايران اتومي ستونزه حل (اواره) کړه او خپلې کنګل شوې په ملياردونو ډالر يې راخلاص او هم يې د تېلو او د اتومي انرژۍ د لګښت لپاره ستونزه اواره او منښته ورسره وشوه، خو .....
 
علي لارنجاني او ظريف دواړه له مسلکي پلوه زموږ د حنيف اتمر،  صلاح الدين رباني او نورو پورې په واک کې او پوه تجربه ناک خلک دي. همداسې يې حسن روحاني تر ولسمشر کرزي پورې په واک کې انسان دی. باور لرم چې روحاني مشر او نور لوړ پوړي ايراني چارواکي به دغه ستونزه په سړه سينه او له ديپلوماتيکو لارو چارو او اړونده چينلونو له ليارې حل کړي.
 
دېته دې هم سوچ وکړي چې سليماني په کوم ځای کې او له چا سره ګډ په نښه شو؟ له خپل اصلي ټاټوبي بهر په کوم ځای کې په نښه شو او ولې او هلته يې څه کول؟ له بغداده يعنې د ښار له ګڼې ګوڼې يې راويست او دننه په هوايي ډګر کې يې په نښه کړ. دا خپله خطرناکه ګرځېدل او خطرناکو سوړو کې ګوتې وهل جوتوي.
 
افغان ولسمشر د خپل سياسي درايت له مخې ښه پرېکړه وکړه چې زموږ خاوره بايد د هېچا پر ضد ونه کاريږي. خپله اندېښنه يې له ښاغلي پمپيو سره شريکه کړه او دواړه لوري يې زغم ته رابللي دي او دا هيله يې کړه چې دواړه لوري خپلې ستونزې پر خپلمينځي خبرو اترو حل کړي. دا موږ له پامه نه شو غورځولی چې ايران زموږ ستر ګاونډي هېواد دی چې پراخه مذهبي، تاريخي او کلتوري اړيکې ورسره له پېړيو پېړيو پالو. بيا هم له روحاني مشره داسې هيله کيږي چې نوموړی به د خپلو مذهبي او تاريخي رواياتو او ارزښتونو په رڼا کې له زغمه کار واخلي او د غچ پر ځای به د تفاهم لاره (رويه) خپله کړي. دا به د خير او د ايراني ملت د بقا لپاره ښه پرېکړه وي.
 
په دې هيله چې ستر دروند روحاني مشر او اړونده ټول لوړپوړي ايراني چارواکي د زغم او تفاهم لاره خپله کړي. د غچ اخېستنې پر روحيه باندې له سره ښه ژور سوچ وکړي. د يو مسلمان او ښه نيتي ګاوڼدي په توګه مو پر هېچا بد نه لوريږي او ښې لارې ته يې رابولو. همدارنګه له نړيوالو دوستانو هم هيله کوو چې د يو متقابل درناوي په چوکاټ کې زموږ نړيوال تاريخي ناپيېلتوب ته درناوی وکړي.
 
کاشکې چې زموږ د نړيوال ستراتيژيک دوست او د ستر ګاونډي هېواد ترمينځ داسې ناوړه پېښه نه وای شوی، خو تقدير نه بدليږي. ځينې حرکتونو يې ښايي لا نورې ژورې نړيوالې او سيمه ييزې ستونزې رازېږولی وای، نو الله تعالی پخپلو کارونو ښه پوهيږي. بيا هم ستر دروند روحاني مشر او حکومت يې زغم او سوله ييز حل ته رابولو.
 
حامد کرزی د قاسم سليماني پر وژنې خواشيني ښوودلې
https://rohi.af/fullstory.php?id=82466
اتمر، هم قاسم سليماني شهيد وباله او له ايران سره يې خواخوږي وښودله http://www.taand.com/archives/141915
نبيل: د افغان فاطميون، زينبيون، حيدريون او حسينيانو ډلې سليماني جوړې کړې وې http://www.taand.com/archives/141913
Nabil: Iranian Major-General Qassem Soleimani was a threat to the region https://www.khaama.com/nabil-iranian-major-general-qassem-soleimani-was-a-threat-to-the-region-67542/
انډيا ټوډی: قاسم سليماني د طالبانو د بغاوت په وده کې مهم رول لوبولی وو http://www.taand.com/archives/141901 Trump's order to kill Iran's top general is his biggest gamble yet https://www.theguardian.com/us-news/2020/jan/03/trump-qassem-suleimani-iran-drone-strike
Donald Trump says US will take 'whatever action is necessary' against Iran – video https://www.theguardian.com/us-news/video/2020/jan/03/donald-trump-says-us-will-take-whatever-action-is-necessary-against-iran-video
Trump says Soleimani was plotting to kill more Americans - but was his mind actually on impeachment and 2020? https://www.independent.co.uk/news/world/americas/us-politics/trump-soleimani-iran-us-impeachment-2020-election-a9269911.html
د جنرال سليماني وژنې ته د ارګ غبرګون: "د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي پر ضد نه کارېږي" https://www.bbc.com/pashto/50979743
نور: سليماني مو سخاوتمند ملاتړی و خو امريکا مو ستراتيژيکه ملګرې ده http://www.taand.com/archives/141928
د سليماني وژنه؛ ټرمپ وايي د نړۍ لومړی نمبر ترهګر يې وژلی https://www.bbc.com/pashto/world-50991238