مجیب او نوین الحق د بنګله دېش کرکټ په تاریخ کې ثبت شول

روهي( نۍ/۱۳ د غبرګولي )، تېره ورځ د بنګله دېش پرېملیګ د لوبو په لړ کې مجیب او نوین الحق د لوبډلو ترمنځ لوبه وه چې مساوي پای ته ورسېده او د کرکټ د قانون له مخې سوپر اور ته لاړه دا سوپر اور د بنګله دېش کرکټ لیګ لومړنی سوپر اور و چې مجیب ترسره کړ.
 
مجیب د خپل اور په لړ کې یواځې ۷ منډې ورکړې او د ۸ منډې هدف وټاکل شو.
 

د مجیب د اور څخه وروسته د نوین الحق لوبډلې هم په نوین الحق باور وکړ هغه هم په خپل اور کې یوه ویکټ واخیسته خو د خپل اور په پنځم بال سره یې لوبه د مجیب دې لوبډلې ته وبایلله.