ژوند مو په خپله مخته یوسئ!

ټول انسانان طبعاً د شهرت تږي وي، ځینې وایي چې ځان یو ځای ته رسوم، لۀ ځانه یو څۀ جوړوم، اړیکې زیاتوم، مطالعه به کوم، خو پۀ دې تړاو یې لۀ ځانه ندي پوښتي چې څنګه؟ پۀ کومو ارونو؟

ځینې پۀ دې ټولو کارونو پۀ تمرکز سره سره بیا هم ناهیلی وي، ژوند خوند نه ورکوي، لۀ ځانه موړ وي او وایي هغه پلانی ګوره خلک ورسره اړیکې لري، خلک یې پیژني او ځان یې یو ځای ته رسولی، زۀ دادی دا ټول کوم خو بیا هم څۀ چې غواړم نشم یې تر لاسه کولای، علت دادی چې لۀ هغه کس څخه تۀ یو ډول لړزه لرې، پۀ غیرې مسقیم ډول یې تۀ تر تاثیر لاندې راغلی یې/ راوستلی یې، یو د هغۀ خپل هنر دی هغه بېله کیسه ده، بل تۀ ولې داسې شوی یې؟

عیلت دادی چې:
ژوند د ځان لپاره وکړه، نور خلک چې څۀ کوې هغه د هغوی کار، تۀ ترې مۀ خرابېږه، څوک چې څۀ ډول جامې پۀ تن کوي تۀ مه وایه چې هغه کس دا رنګ کړی باید زۀ یې هم وکړم، نا تۀ باید هغه رنګ وکړې چې خوند درکوي، زړۀ دې پکې خوشهاله وي، یو ډول پر ځان د باور ډاډ درکړي، یا یو تن یو ډول خبرې کوي تۀ یې تقلید مه کوه، ځان لپاره یو انداز جوړ کړه، کله به بیا داسې شوي وي چې خپلې خبرې هم درته نه درځي او د هغۀ هم، 《زرکې وای د کارغۀ تګ کاوۀ خپل هم ترې هېر شو》 ځان لپاره د ژوند ټول چارو ته مهالوېش جوړ کړه، هر کار ته خپل وخت ورکړه، هر ډول چې یې هغسې اوسه خو متمدن اوسه، ټول انسانان خدای ج یو ډول ندي پیداکړي هر انسان یې بېل بشر، بېل خوی او بېل ذهنه پیدا کړي، تۀ هم لږ فکر وکړه لۀ دغو انسانانو یو یې، تۀ یې هم یو ډول پیداکړی یې کنه؟

پر ځان باور ولره، باور لرل لۀ تاسره پۀ ټول چارو کې مرسته کوي، کوم کار چې کوې د باور پۀ لرلو یې لا ښۀ ترسره کولای شې، کوم څۀ چې د تر لاسه کولو هڅې یې کوې د باور پۀ نشتون کې بۀ درته (ووخ) بلا شي، د وېرې احساس بۀ درته پیدا شي او دا وېره بۀ تا دې حال تۀ ځوړند کړي چې ژوند بۀ درته بوج شي، داسې وایئ چې هر څۀ سم دي او زۀ یې کولای شم.

منفي ټکي مو لۀ مغزه ړنګ کړئ، لمړی د ځان لپاره منفي فکر مه کوئ، ورپسې د نورو خلکو لپاره، منفي فکر کول مو شاته بیایي، کله مو چې پۀ ذهن کې منفي نقاط تاوېدۀ راتاوېدۀ اجازه مۀ ورکوئ چې درباندې برلاسي شي او یو ډول ځور درته جوړ کړي، کلۀ، کلۀ بیا داسې کیږي چې د لنډ وخت لپاره منفي خبرې انسان ته پیدا شي یا د حساسیتو لۀ وجې یا لۀ بل علته خو موده یې لنډه وي باید ترې ونه ځورېږو، ځکه ژوند کې لوړې زورې وي او ژوند پۀ کولو ارځي، هاغه د باز کیسه مو کۀ اورېدلې وي هاغسې ژوند کولو ته مښوکه تېره کړئ تر څو ژوند وکړئ.

د ځان لپاره هدف وټاکئ، پۀ تی کولو کې یې کوم خنډونه چې راځي پۀ سړه سینه وزغمئ او د حل کولو هڅه یې کوئ، تر څو خپل هدف/هدفونو ته ورسیږئ او ماتې ونه منئ، هدفونه باید داسې وي چې کېچ کونکي وي، نۀ دا چې نظر ورباندې کار پریږدي.

لنډه و اوږده داچې څۀ خوند درکوي، کوم رنګ خوښوئ او څۀ غږوئ/وایئ تبه مو، خو ستاسو شخصیت دی! ژوند پۀ خپله وکړئ، پۀ بل چایې مه تپئ، ځینې داسې وي وای_ ملګری مې شته هلته هغه راته کار کوي څۀ کیسه کې یې، خو نا ځوانه داسې باید ونکړې لۀ کومه بۀ ملګری، ملګری کوې ځان یو څوک کړه چې تاته خپله یو څوک ووایي چې دا دې دنده او دا تۀ، د چا تر تاثیر لاندې مه راځئ، تاسو خپله یو څوک یئ، ځینې ځوانان شته چې د کتابونو یو څو خبرې یې زده کړې وي، ټولۀ ورځ پۀ دې پسې ګرځي چې یو څوک پرې تاثیرمن کړي، بیا نږدې ملګرو ته کیسې کړي چې فلانی هم مانه عاجز کیږي، پۀ داسې حال چې انسان ډېر عاجز ده، یو خدای ج پۀ یو حال او پوره ده، نو پۀ دې ډول نفوس لرل هېڅ مانا نلري 《یو پۀ سل، سل پۀ هېڅ》 تل سپینې ووایئ، پاک نفسه، صادق،حیادار اوسئ ځکه خدای ج وایي څوک چې حیا نلري هغه پۀ هېڅ هم نه ده بند و خلاص.