له ناکامیو وروسته بریا،د هند چندریا ماموریت خپله ستوربېړۍ استول غواړي

روهي(پنځه نۍ/۱۲ د مرغومی)، هند د چندریا دوه سپوږمیز ماموریت له ناکامېدو څو میاشتې وروسته د چندریان درې سپوږمیز خبره کوي چې له مخې یې سپوږمۍ ته خپله ستوربېړۍ استول غواړي. د هند د تشیالي یا خلايي ادارې مشر کي سیون د دې نوي ماموریت په هکله وايي، د چندریان درې ټولې چارې له پلان سره سمې پرمخ ځي. د هند د تشیالي څېړنو ادارې مشر سیون خبریالانو ته وویل، چندریان درې به هم د پخواني ماموریت په څېر دی. چندریان دوه د هند د تشیالي ادارې تر ټولو پېچلی ماموریت و، موخه یې د سپوږمۍ پر سوېلي څنډ کېناستل و چې تراوسه د کوم بل هېواد دلته نه دی رسېدلی. موخه یې هم د اوبو او منرانونو په هکله څېړنې او پر سپوږمۍ د زلزلې د ځواک اندازه کول و. پر سپوږمۍ له ستورمزلي پرته د ستوربېړۍ درول د هند د کم لګښته تشیالي څېړنې لپاره د پراخو پلانونو برخه ده. کي سېون وايي، هند پر ۲۰۲۰ کال د ۲۵ تشیالي ماموریتونو ترسره کول غواړي. هغه دا هم وویل، چې مدار ته د لومړني ستورمزلي د لېږل له پلان سره سم پرمخ ځي. څلور ستورمزلي د روزنې لپاره غوره شوي او د دې میاشتې وروستیو کې به یې روسیه کې روزنه پیل کړي. د هغه په خبره، تمه ده چې له دې درې ستورمزلي غوره شي او ماموریت به یې پر ۲۰۲۲ کال پیل شي. خو تېر سپټمبر دا خورا د لوړې کچې سپومیز عملیات هغه مهال ناکام شو چې ستوربېړۍ بې کنټروله او د سپږمۍ پر مخ وغورځېده.