د تایوان د پوځ لوی درستیز او اته لوړ پوړي چارواکي  د الوتکې د لوېدو له کبله مړه شول

روهي(پنځه نۍ/۱۲ د مرغومی)، د تایوان د پوځ لوی درستیز په ګډون اته لوړپوړي چارواکي هغه مهال ووژل شول چې د بدې هوا له امله یې الوتکه غرنیو سیمو کې ناستې ته مجبوره شوه. د جنرال شین یي مېنګ او ۱۲ نور چارواکو بلک هاک الوتکه پلازمېنې ته نږدې د بدې هوا له امله له الوت پاتې او د ناستې پرمهال وغورځېده.د تایوان دفاع وزارت وايي، د لوی درستیز چورلکه ځايي وخت نږدې اته بجې د پلازمېنې تایپه له یوې اډې پورته شوې وه، خو نږدې نیمه ګړۍ وروسته یې د هوايي چلن چارواکو سره د اړیکو پرېکېدو له امله بېړنۍ ناسته وکړه. یوه چارواکي د تایوان ولسمشرې تسی اینګ وین چې د جنورۍ ۱۱ ټاکنو کې د بیا واکمنېدلو هیله لري، نن یې ټاکنهڅې درولې دي. مېرمن تسیه د ډیموکراټ پرمختیاپال ګوند له خوا د کومېنتنګ ګوند له هان کیو یو سره مقابله کوي چې له چین سره نږدې اړیکي غواړي. تایوان له ۱۹۴۹ کال د چین کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو راهیسې خپلواک اداره کېږي. خو بېجینګ دا ټاپو خپل ولایت بولي او وايي که اړتیا شي یوه ورځ به یې د پوځ په زور هم له ځان سره یو ځای کړي.وویل، ژغورونکو او پلټونکو سیمې ته د ژر تر ژره رسېدو هڅه کوله، خو د بد ځمکني وضعیت له امله له ستونزو سره مخ و. امریکا پر ۲۰۱۰ کال ۶۰ بلک هاک چورلکې پر تایوان وپلورلې، خو لا هم مالومه نه ده چې د نننۍ پېښې هیليکاپټر هم له همدې ۶۰ ده که نه.وروستي رپوټونه وايي، د دې الوتکې پنځه کسان ژوندي موندل شوي، خو نور تر چورلکې لاندې شوي دي. لوی درستیز له څو نورو لوړپوړو چارواکو سره د تایوان شمال ختیځ کې پوځي مرکز ته روان و، چې له دې پېښې سره مخ شو. د تایوان هوايي ځواک د پېښې ځای ته دوه نور بلک هاک چورلکو کې اتیا سرتېري لېږلي دي.