
روهي( پنځه نۍ/۱۲ د غبرګولي )، د پاکستان په لاهور ښار موچي ګېټ سره نژدې د څرمنو په یوه ګودام کې اور لګیدنه کې درې کسان مړه شوي او ۱۹ بسا ژوبل شوي دي.
په لاهور کې د موچي ګېټ ته څېرمه د څرمن ګودام کې اور ولګېد چې په پایله کې د یادې ودانۍ په پورته منزلونو کې اوسېدونکي خلک ژوبل شوي دي.
قربانیان د میو روغتون ته لیږدول شوي، د ژغورنې پرسونل له څو ساعتونو سختې هڅې وروسته اور مړ کړ ، خو اور د لکونو روپیو ارزښت لرونکي تجهیزات له منځه وړي. د لومړنیو راپورونو پر اساس ، اور د برق د یو لین د شاټ کېدو له امله رامینځته شوی.