هند نوی لوی درستیز: داچې ترهګر په هند برید کوي دا ښه ده چې مونږ لومړی په ترهګرو او ملاتړو برید وکړو

روهي( پنځه نۍ/۱۲ د غبرګولي )، د هند پوځ نوی لوی درستیز ( جنرال ایم ایم ناراواني ) نن وویل چې وسله وال ځواکونه د چین سره د پولې په تړاو "وړتیا پر پراختیا" تمرکز کوي او هیله یې څرګنده کړې چې هلته د سولې او آرامتیا ساتل به "وروستۍ حل" ته رسیدو کې مرسته وکړي.
 
د پوځ مشر ، چې پرون د جنرال بپین راوت څخه یې دنده واخیسته ، د پاکستان او هغه تروریزم په وړاندې سخت دریځ ښکاره کړچې وايي په داسې یوه حالت کې هندوستان " پر سرچینو د برید نه دمخه د برید حق لري".
 
"دا په دې شرایطو کې دی چې موږ اوس حتی په شمالي پولو کې چې زموږ د هیواد شمال ختیځ برخې هم پکې دي د وړتیا د ودې لپاره په لاره اچوو، مونږ به چین سره چې ۴۰۰۰ کېلو متره ګډ سرحد لرو هغې خواته هم ډېر پام واړوو.
 
موږ له چین سره د واقعي کنټرول لاین لرو. د پولې پوښتنه لاهم حل شوې نه ده. په هرصورت ، موږ د سرحدونو په اوږدو کې د سولې او آرامۍ په ساتلو کې ډیر پرمختګ کړی دی. او زه ډاډه یم چې وضعیت به نور هم ښه شي. او د پولو په اوږدو کې د سولې او آرامۍ په ساتلو سره به موږ وتوانیږو چې یوې وروستۍ حل ته لاره پرانیزو. "
 
په تیرو کلونو کې ، د چینایي عسکرو لخوا په لداخ او اروناچل پردیش دواړو یرغلونه شوي دي.