
روهي( پنځه نۍ/۱۲ د غبرګولي )، د متحده ایالاتو په کینساس ایالت کې ، یوه مسافر وړونکې الوتکه چې نوی کال مراسم یې لمانځل را غورځېدلې ، چې دوه تنه پکې وژل شوي.
د راپورونو له مخې یوه کوچنۍ الوتکه M2OS د متحده ایالاتو په کانساس ایالت کې د جانسن کاونټي هوایی ډګر څخه اوچته شوې وه او بېرته خپل منزل په لور روانه وه چې د حادثې ښکار شوه.
د الوتکې له الوتلو سمدلاسه وروسته راپرېوته او اور یې واخیست ، چې د لیدو پرمهال یې ټوله الوتکه پوښلې وه.
دواړه وژل شوي کسان پیژندلو لپاره په عدلي طب ته لېږل شوي دي.
دا باید په یاد ولرئ چې په متحده ایالاتو کې د شخصي کارول شوي کوچنۍ الوتکې غورځېدو شمیره لوړه شوې ، د رسمي مالوماتو له مخې په ۲۰۱۸ کې د ۳۹۳الوتکې ټکر شوې ، چې په ۲۰۱۷ کې دا شمېرې ۳۴۷ یادې شوې وې.