
روهي(څلورنۍ/۱۱ د مرغومی)، د "حزب الله" نوم د لبنان له حزب الله ډلې سره تړاو لري، خو ددې ډلې تر جوړښت څه باندې دوه لسیزې وروسته په همدې نامه یوه بله ډله هم جوړه شوې ده، مګر له دې ډلې جلا ده، چې "په عراق کې کتایب حزب الله" نوم یې ورته غوره کړی. د عراق جنوبي العماره ښار کې د دې ډلې د جوړېدو اعلان د ۲۰۱۷ کال په اپریل میاشت کې وشو، چې د شیعه ملېشو له ډلګیو جوړه شوې ده. دا ډله په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا له یرغل وروسته راپیدا شوې. یادې ډلګۍ د ابو الفضل العباس د لېوا یوه برخه وه، چې وروسته د کربلاء، زید بن علي او علي اکبر او سجاد د کنډکونو نومونه ورکړل شول. کتایب حزب الله ځان د "مقاومتي اسلامي جهادي تشکیل" بولي. د یادې ډلې پر وېبپاڼه لیکل شوي، چې د شیعه ګانو د دولس امامه مذهب د تګلارو له مخې، دا ډله د دوولسم امام مهدي په غیاب کې د "ولایت فقیه" لاره د اسلامي حاکمیت د پلې کولو تر ټولو غوره لار بولي. په عراق کې له کتایب حزب الله سره څلورو ملکي بنسټونو خپل پیوستون اعلان کړی، د جوماتونو او حسینیو پلاوی، د هدف بنسټ، د زینبیات بنسټ او د علمي سټو بنسټ. دا ډله د امریکا د ترهګرو په نوملړ کې راغلې ده. یادې ډلې په عراق کې پر امریکايي پوځيانو ګڼ بریدونه هم کړي دي. ځینې داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې کتایب حزب الله د ۲۰۱۵ کال ډیسمبر میاشت کې د قطر یوې ښکاري ډلې په تښتولو کې لاس درلود او د خوشي کولو په مقابل کې یې یو میلیارد ډالر ترلاسه کړل، خو قطري سرچینو وویل چې دا پیسې یې د عراق حکومت ته سپارلې دي. ر اوسه عراق کې د نورو وسله والو ډلو په شان د کتایب حزب الله ډلې د جوړښت څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی، چې ایا پوځي او اداري څانګې یې څنګه فعالیت کوي. د دغې ډلې د مشر په اړه هم څه نه دي ویل شوي او نه یې هم کوم رسمي ویاند او یا ملکي مشر په ډاګه شوی دی. د دغې ډلې د وسله والو شمېر شاوخوا اوه زره اټکل شوی، چې د لبنان حزب الله شیعه ډلې په شان فعالیت کوي، ایران او لبنان یې پوځي روزنه کوي. د دوی سر روزونکی عماد مغنیه په ۲۰۱۵ کال سوریه کې ووژل شو.